شعـــــرونه

ما ويل ده ويل، أدبې شعر

عبدالرحمن محمود

ما وال ډير يم کړولى هجــرانونو
ده وال ستا په شان ئي ډير کړله تالا

ما وال توښ مي د أور له زړګې وځې
ده وال دغه دعشق أور دى برمــلا

ما وال راسه خوا په خوا مي يوار کښينه
ده وال شرط دى چي غماز کړه نيمه خوا

ما وال لاس که چي د عِشٙق دي مريد شم
ده وال ما خو قبول کړى وي په خـــوا

ما وال حال مي د فرهاد دى عنبر بويه
ده وال دا به وړې په حب کي خامخــا

ما وال دا څومره ښائست دى نازنيـنه
ده وال نلرم ثاني پر ټول دنيـــــا

ما وال وو مي سه تر غر د جمع الجمع
ده وال طى کړه د وحدت لار په رښتيا

ما وال ستا د در فدا سمه جنابــه
ده وال دغه ددي لارې مقتضـــا

ما وال کله به محمود د در غلام کړې
ده وال ترک دي کړې دنيا و مافيهــا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x