نظــر

طالبان څوک دي؟

عاکف مهاجر

له څو کلونو راهیسې د هر چا په خوله دطالب نوم راڅرخيږي که ووړ، ځوان او که سپینږیری ده که افغانان او که دنیاوال دي هر څوک دطالب له نوم سره اشنا شول او هرڅوک طالب پیژني.

طالب یو شخص نده او نه طالب تر یو تنظیم پورې اړه لري نه طالب د یو تنظیم نوم ده او نه اوس راپیداشوی ده. طالب څوارلس سوه کاله مخکې وو او تر اوسه ده.

ځکه طالب د یوې نظریې نوم ده هرهغه څوک طالب ده چې دحق دپلي کولو طلب کوي او دباطل دمحوه کولو او ختمولو طلب کوي.

دنیاوال هم نن هرهغه چاته طالب وایي څوک چې اسلامي نظریه ولري او غواړي چې دځمکې پرمخ قراني نظام قائم کړي.

طالب په افغانستان کې هغه وخت دیو مشال په توګه راڅرګند شو چې په افغانستان دظلم او وحشت ،بربریت او نارواوو تورې تیارې وې ورځ هم لکه شپه داسې وه.

دجهاد دعوه دار رهبرانو خپل منځي ناروا قتلونو همدارنګه غلا چور او تالان ته مخه کړه بې ناموسۍ یې خلکو ته ورواړولې او هره ناروا یې پرینښودله طالب دحق توره راواخیستله او دباطل څادر یې ورټول کړو هرڅوک په دې ګواه دي چې طالب دافغانستان دولس عزت وساتلو او دخلکو سر او مال او ناموس یې په امن کړو افغانانو ته یې دهیواد په پنځه نوي فیصده خاوره یو روڼ اسلامي نظام راوړلو او یو داسې پرامنه نظام یې قائم کړو چې له ډیر وخته یې افغانان تګي وو.

خو نړیوالو اسلام نشو زغملی نو په یوه بهانه یې دغه نظام نسکور او طالب یې دهشتګرد معرفي کړو.

کنه طالب هغه څوک وو چې هرافغان او هر مسلمان یې خواخوږی وو.

طالب اوس هم دخپل وطن داشغال دخاتمې هڅه او طلب کوي.طالب نه غواړي چې دمسلمانانو په هیواد کې دې کفري نظام وي او دیموکراسي دې حاکمه وي او دیموکراسي غوښتونکي دې واکمنان وي.

طالب د مسلمان ولس لپاره په اسلامي هیواد کې داسلامي نظام غوښتونکی ده.

طالب هر هغه څوک نشي زغملی چې دطالب د نظریې خلاف وي.

طالب هرهغه څوک نشي زغملی چې ددیموکراسو په غیږ کې رالوی شوی وي او یا ددیموکراسو تر اثر لاندې وي.

طالب هرهغه څوک نشي زغملی چې داسلامي نظام نفاذ سره کرکه لري.

طالب دحق غوښتونکي او د ازادۍ غوښتونکي او دخپلواک نظام غوښتونکي نوم ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x