افغانستان

د جرمني بریدګر افغانی که پاکستان وو؟ – ویډیو

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، چنګاښ ۳۱مه ۱۳۹۵ل): دوه ورځي وړاندي د جرمني په ورزبرګ (Würzburg) ښار کې یوه ۱۷ کلن ځوان په اورکاډي کې دننه پر مسافرو برید وکړ او لږ تر لږه یې پنځه تنه په چاړه او تبر ټپیان کړه چې وروسته د پولیسو په ډزو نوموړی ووژل شو.

دغه ځوان چې نوم یې محمد ریاض یا ریاض خان ښودل شوی، د تابیعت په اړه یې ضد او نقیض څرګندوني کیږي.

په عراق او شام کې د اسلامي دولت ډلي چې د نوموړي انځور او ویډیو یې خپره کړه، وویل چې ددوی د ډلي سره اړیکه لرونکي یوه افغاني ځوان دغه برید وکړ.
په ویډیو کې ریاض خان خپل د هویت او تابعیت په اړه ډیر څه نه دي ویلي خو خپل نوم یې محمد ریاض ښودلی، د جرمني څخه خپریدونکو رسنیو نوموړي ته د ځینو نیژدې کسانو له قوله ویلي چې نوموړي دغه برید وروسته تر هغه تر سره کړ کله چې په هیواد «افغانستان» کې یو ملګری ووژل شو.

خو د جرمني یوه بل خبري اژانس «ZDF» په خپل یوه چمتو شوي راپور کې ویلي چې د ریاض خان په استوګنځي کې په یوه کتابچه کې د اسلامي دولت ډلي په لاس جوړ شوی بیرغ، د برید تر مخه خپلي کورنۍ ته وروستی لیک، او یو پاکستانی سند موندل شوی، خو دا یې لا نه ده په ډاګه کړی چې دغه پاکستانی سند څه شي دی.

ځیني لوري د بریدګر ریاض خان لهجه پاکستانۍ بولي او وايي چې پر همدې اساس نوموړی پاکستانی دی.

بل لوري ته همدا نن په جرمني کې د افغانستان سفیر ښاغلي حمید صدیق رسنیو ته ویلي چې د بریدګر په اړه وروستی معلومات د هغه پر افغانيت باندي شکونه زیات کړی او زیات امکان لري چې هغه به پاکستانی وي.

ریاض خان په کال ۲۰۱۵ کې جرمني ته رسیدلی او هلته یې ځان د یوه افغان کډوال په حیث معرفي کړی چې د کتونکو په باور کیدای شي هغه خپل پاکستانی تابعیت ددې لپاره پټ کړی وی، تر څو په جرمني کې په اسانۍ سره سیاسي پناه تر لاسه کړي.

پولیس وايي چې د برید تر مخه نوموړي په پښتو ژبه خپل پلار ته لیکلی: « ماته اوس دعا کوی، تر څو وکولای شم چې ددې کفارو څخه انتقام واخلم، او بیا جنت ته ولاړ شم».

د اسلامي دولت ډلي سره د نوموړي په تړاو تر اوسه معلومات څرګند نه دي چې ایا له مخکې د اسلامي دولت ډلي سره په اړیکه کې وو او که یې د خپل یوه ملګري د وژل کیدو وروسته د انتقام په خاطر د هغوی سره یو ځای کیدو او بیا برید ته زړه ښه کړی.

https://www.youtube.com/watch?v=7bwFolB69H8

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x