افغانستان

د وزیرستان کډوالو د پاکستاني حکومت د شرطونو منلو څخه انکار وکړ

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، چنګاښ ۳۱مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان حکومت په خوست کې میشتو وزیرستاني کډوالو څخه غوښتي چې خپلو سیمو ته دي بیرته را ستانه شي، دوی ته به د کور پر سر ۴۰۰ زره پاکستانۍ کالداري ورکول کیږي، تر څو خپل نړیدلي کورونه بیرته له سره ورغوي.

خو په خوست کې میشتو کډوالو چې شمېر یې تر ۳۰ زره اوړي، وزیرستان ته د بیرته ورتګ څخه انکار کړی او ویلي چې په دومره پيسو ددوی وران شوي کورونه نه جوړیږي.

د پژواک خبري اژانس په یوه خصوصي راپور کې چې ددغه کډوالو سره یې د مرکو په ترڅ کې چمتو کړی، د کډوالو له خولې ویلي چې ددوی کورونه دوه کاله وړاندي د پاکستاني پوځ «ضرب عضب» په عملیاتو کې ویجاړ شوي، د هغو جوړوني باندي د لس لکو څخه بیا تر شل لکه کالدارو مصرف راځي، کومي پيسې چې اوس د پاکستان حکومت مونږ ته راکوي، په دغه یوه کوټه هم نه جوړیږي.

دوی همدا راز ویلي چې تر هغو به خپلو سیمو ته زړه ښه نه کړي تر څو د قبایلي سیمو څخه پوځ پر شا شوی نه وي او دوی ته د پخوا په شان قبایلي ازادي نه وي ورکړل شوې.

دغه مهاجرینو ویلي چې دوی د ډیورنډ کرښي څخه د افغانستان اړخ ته خوشحاله ژوند لري، دخوست اوسیدونکي او افغان حکومت ښه چلند ورسره کوي، خو که بلي غاړي ته واوښتل بیابه په یوه او بله نامه زوریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x