پاکستان کې افغان مهاجرینو له چارواکو سره جرګه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۳۱مه ۱۳۹۵ل): تیره ورځ د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې افغان مهاجرینو د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو د مهاجرینو ادارې د استازو په شتون کې جرګه جوړه کړه، تر څو د دواړو هیوادونو مسؤولینو ته خپل غږ ورسوي او د هغوی سره خپلې ستونزې شریکې کړي.

د پاکستان د ډان نیوز ویب پاڼې د خبر سره سم په پاکستان کې د افغان مهاجرینو پر ضد د فشار وروسته دا لومړی ځل دی چې افغان مهاجرین خپلې ستونزې د دواړو هیوادونو د مشرانو سره شریکوي.

غونډه ته د دواړو هیوادونو مشران له ټاکلي وخت ۳ ساعته وروسته را ورسیدل او بیا یې د را ټول شویو افغانانو څخه په خپل ځنډني راتګ بخښنه وغوښته.

په غونډه کې د افغانستان د کډوالو د چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي او د ملګرو ملتونو د مهاجرو د بیا ستنولو ادارې ځینو چارواکو هم ګډون کړی وه.

د خبر سره سم په دغې غونډه کې د خیبرپختونخوا ایالت څخه د مهاجرینو ۱۰۰ مشرانو او سپين ږیرو، د بلوچستان ایالت څخه ۲۰، د پنجاب او سیند الایتونو څخه هم یو شمېر استازي راغلي وه.refugees grand jirga1

د کډوالو نظر:

د بریالي خان میاخیل په نامه یوه مشر د کډوالو په استازولۍ غونډي ته په وینا کې د مهاجرینو د ماشومانو په مینځ کې د هویت او وطنپالنې ستونزې ته په اشارې وویل چې «زمونږ د وخت خلک چې په افغانستان کې پیدا شوي، افغانستان خپل کور بولي، خو نوی نسل پاکستان خپل لومړی کور بولي».

نوموړي زیاته کړه: «وروسته تر هغه چې په تیرو ۴۰ کلونو کې د خپلو حقوقو څخه بې برخې یو، خو بیا هم مونږ نور هیڅ نه غواړو بېله دې چې خپل هیواد ته په عزت وروګرځو».

خو هغه په دې اړه اندیښنه څرګنده کړه چې که چیرې افغانان په ټاکلي شپږو میاشتو کې افغانستان ته ستانه شي، ایا د هغه ځای حکومت به دومره وس ولري چې ۱.۵ ملیونه افغانانو ته به د اوسیدو ځای ورکړي؟

د افغانانو لپاره د پاکستان حکومت وروستی نیټه د کال ۲۰۱۶ وروستی ورځ ټاکلې او تر دغه موده پوري یې راجسټر شویو افغانانو ته وخت ورکړی چې له پاکستان څخه ووزي.

میاخیل وویل چې افغانان په پاکستان کې کاروبارونه لري، ژوند لري، دومره اسانه به نه وي چې دا ټوله په شپږو میاشتو کې دننه سره راټول کړي او افغانستان ته کډه بار کړي، هغه څوک چې یو ځل افغانستان ته کډه بار کړي، د هغوی کارډونه ختمیږي او په دوهم ځلي یې نه شي استعمالولی، بیا نه شي کولای چې بغیر د ویزې راشي او خپل پاتې کارونه سره راټول کړي. هغه غوښتنه وکړه چې «د دې لپاره باید دواړه حکومتونه سره کښيني او یوه پالیسي جوړه کړي».

نوموړي وویل چې د افغانانو اکثره هغه قرضداران چې اوس په دې خبره پوه شوي چې افغانان په پاکستان کې شپږ میاشتي وخت لري، ددوی د تلیفونو اوچتولو څخه ډډه کوي، او هغه خلک چې پر دوی یې پورونه باندې دي، هغوی بیا فشار واردوي چې ژر تر ژره باید دوی ته خپل حقوق ورسیږي.

هغه زیاته کړه «ددواړو هیوادونو مشران باید د افغانانو او پاکستانیانو تر منځ مالي ستونزو هوارولو په خاطر یو ګډ میکانیزم ته سره ورسیږي تر څو هیڅوک زیان ونه ویني».

د مهاجرینو استازي بریالي خان میاخیل وویل چې ډیری افغانان اوس هم راجسټر شوي نه دی، هغوی باید راجسټر شي او د کډوالو د بیا ستنیدلو پروګرام څخه استفاده وکړي.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا شاوخوا ۵۰ زره داسې افغانان شتون لري چې د پاکستان چارواکو غیر قانوني بللي او کارډونه یې ورته بیا نه دي تمدید کړي.

میاخیل وویل: «کله چې مونږ افغانستان ته ولاړ شو، هلته راته د «آی ایس آی» ایجنټ ویل کیږي، او کله چې دلته راشو، د هندوستان دوستان بلل کیږو او د پولیسو او امنیتي چارواکو له لوري په دواړو غاړو کې د ډیرو کړاوونو سره مخ کیږو».

نوموړي د هغو افغان زده کوونکو د برخلیک په اړه پوښتنه وکړه چې په پاکستان کې یې زده کړې کړي او اوس هم لګیا دي په پاکستاني مکتبونو او کالجونو کې درسونه وايي، ایا دوی ته به اجازه ورکول کیږي چې د زده کړو د بشپړېدو لپاره بیرته پاکستان ته راوګرځي او که به دوی ته هم د ویزو اخیستلو اړتیا وي؟

د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال د کډوالو مشرانو ته وویل: «تاسو د افغانستان یاست، خپل کور ته راشئ، خپل کور او کلی اباد کړئ، ستاسو راتګ به په افغانستان کې هم امن او سوله راولي».

نوموړي د کډوالی ژوند «ډیر ستونزمن» وباله او زیاته یې کړه چې «مونږ افغانان په فقر کې ژوند کولای شو، خو په بې عزتۍ کې ژوند نه شو کولای».

زاخیلوال ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت تر خپلې وسې کوښښ کوي چې آن د افغانستان په لیرې پرتو سیمو او کلیو کې زیربنايي کارونه وکړي. نوموړی زیاته کړه:«که ستاسو وروڼه په افغانستان کې ژوند کولای شي نو تاسو یې هم کولای شئ».

د افغان سفیر عمر زاخېلوال په ځواب کې د مهاجرینو استازو وویل چې دوی تیار دی چې خپل هیواد ته ستانه شي، خو له نوموړي یې هیله وکړه چې د دوی غوښتنې او ستونزې باید په کابل کې تر حکومته ورسول شي.

بل خوا د پاکستان د سرحداتو وزیر عبدالقادر بلوچ د کډوالو له مشرانو بښنه وغوښته او ویې ویل چې مونږ به ستاسو د پاتې کېدو وخت نور هم تمدید کړی وای خو مونږ یو «غریب» هیواد یو، ځکه نو کیدای شي ستاسو سره هغه مرسته ونه کړای شو لکه څرنګه چې د شرقي اروپا هیوادونو کې يې ستاسو وطنوال تر لاسه کوي.

نوموړي وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې اعلان کړی چې د کورنۍ د هر غړي پر سر به ۴۰۰ ډالره ورکوي، په دې ډول به هغه کورنۍ چې اوه یا تر دې زیات غړي لري هغوی ته به ۳۰۰ زره پاکستاني روپۍ ورکول کیږي.

عبد القادر بلوچ وویل: «زه پوهیږم چې دا پیسې ډیرې کمې دي، خو د یو کوچني کاروبار په پیلولو د کور په بیارغولو کې به مرسته وکړي».

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د