نن په انځورونو کي

په چین کي د مچیو د را جلبولو نادره سیالي په انځورونو کې ۲۰۱۱-۷-۱۸

نن ټکی آسیا: د چین په هنان ایالت کي د دوو مچیو روزونکو تر منځ نادره مقابله تر سره شوه، چي په کښي دواړو ګډونوالو کوشش کوی، تر څو ځانته تر خپل مخالف زیاتي مچۍ را جلب کړي.

په پورتني انځور کي ددغه مقابلي یو ګډون وال لو کونجیانګ خپل صلاحیتونه ښکاره کوي.

دواړه سیالي کوونکي د ماشین پر یو آلې باندي ودرېدل، تر څو د وزن په حساب فیصله وشي، چي څوک زیاتي مچی ځانته را جلبه وي.

په دغه سیالیو کي ګډون کوونکی یوازي نیکر اغوندي، او د مچیو د ملکي په واسطه ځانته نوري مچی را جلبه وي.

په سیالي کي ګډون کونکي (وانګ) دغه سیالي وګټله، ځکه چي نومړي خپل ځانته د یوه ساعت لپاره ۲۶ کیلو مچۍ را جلب کړي.

د هغه سره سیالي کوونکي ۲۲.۹ کیلو مچۍ ځانته جلب کړي.

د ګینس د نړیوال ریکارډ کي د امریکايي حیواناتو روزونکي مارک بیانکالینوMark Biancaniello نوم ثبت شوی دی، ځکه چي نومړي ځانته ۳۵.۵ کیلو مچۍ را جلب کړي وې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x