شعـــــرونه

بلا ولوېده: فتحان حنفي

فتحان حنفي

وه ستره بلا، بلا ولوېده
سمه برملا بلا ولوېده

ولوېده په خوله باندې پړمخې
ډیره په معنا بلا ولوېده

مات یې شول غاښونه راتوی شول
نه کوي خندا بلا ولوېده

نه وهي نارې دوحشت چې وس
نشته یې غُرا بلا ولوېده

وتلې ده له خونده بې خونده شوه
نه یې شته مزا بلا ولوېده

تللې یې مستي تللی رعب یې ده
نکا ها درزا بلا ولوېده

وه په یو زمان کې خندا خندا
اوس کوي ژړا بلا ولوېده

ناز او نخرو کې هسکه هسکه تله
خاک یې شوه ادا بلا ولوېده

داځل شوه که ورکه فتحانه دا
را به نشي بیا بلا ولوېده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x