Serving-Wife-by-the-Husband

د کورني ژوند په اړه ښایسته کیسه

حامد افغان

یوه سړي ډېرې ښایسته ښځې سره واده وکړ، پخپلو کې یې د مینې او اخلاص وروستۍ پولې نه ښکاریدلې او خورا د خوند ژوند یې لاره، یو وخت داسې پېښه شوه چې په سیمه کې پر مخ د دانو ختلو بدرنګه ناروغي ګډه شوه، دې دانو به د ناروغ مخ ونیو، پک پمن به یې کړ، او ښایسته مخ به یې دومره ورته بدرنګه کړ چې د کتلو به نه و، د خدای کړه و، زموږ د کیسې د یار ښایسته میرمن هم دې نارغۍ ونیوله، ښایسته او تر ګل نازک مخ یې پک پمن او ترټولو خوړجن شو.

د ميرمني د ناروغي په مهال یې میړه په کور نه و، دا غریبه له ناروغي نه میړه ته خپه وه، چې په دې بد حالت کې به یې د میړه مینه او چلند خامخا بدلون مومي، او د ژوند له بدمرغيو سره به لاس او ګریوان شي، خو پېښه داسې شوه چې میړه یې کور ته لا رارسیدلی نه و، د ميرمني په ناروغي هم لا خبر نه و؛ په لاره کې له یوې داسې بدې پېښې سره مخ شو چې دواړه سترګې یې له دیده ولویدلې او په غبرګو ړوند شو.

ژوند روان و، شپې ورځې تېریدلې، له میرمني نه الله ښایست واخیست او بدرنګه پاته شوه، او خاوند یې په غبرګو ړوند شو، په دې ډول دواړو څلویښت کاله ژوند سره وکړ، او هماغه د اولو شپو په څېر یې ټول ژوند له مینې او محبته ډک تېر کړ، میړه یې هماغسې مینه ورسره لرله او میرمنې یې هم له میني سره احترام او په پوره اخلاص خدمت کاوه.

څلویښت کاله وروسته د الله قضا وه او میرمن مړه شوه، په مرګ یې خاوند زیات خپه شو، په هر صورت جنازه تیاره او مړی دفن شو، کله چې خلک کورونو ته روان شول، ړوند خاوند یې هم کورته روان شو، مخکي به چې چرته تلو میرمني یا زامنو به له لاسه نیولی و، ځکه ړوند و، عجیبه دا وه چې له هدیرې د کور په لور پخپله روان شو او سم دم روان و!

خلک حیران دریان پاته شول چې سړی څنګه روغ روان دی! کله چې پوښتنه ورنه وشوه هغه ورته وویل: زه اصلا روغ وم الحمد لله او هیڅکله ړوند شوی نه وم، خو څلویښت کاله پخوا مې چې میرمن په یوه ناروغي کې بدرنګه شوه نو په هماغه ورځ ما قصدا ځان ړوند وباله، د دې له پاره چې زما او میرمن ترمنځ مینه کمه او متضرره نشي.

دا کیسه د خلکو له خولې اوریدل شوې ده، دا چې څومره به کره وي الله اعلم، خو زموږ له پاره یې پیغام مهم او د عبرت وړ دی، څلویښت کاله د نابینايي تظاهر او ځان ړوند ښکاره کول سخت کار دی، خو بیکاره او له شخړو ډک کورنی ژوند تر دې هم سخت دی. په مینه او محبت سره د ګډ کورني ژوند رامنځته کولو له پاره دومره قرباني او دومره صمیمیت او خلوص په کار دی. او که د ډوډۍ په یوه څنډه سوځېدلو یا د مالګو او ترخو په کمښت او زیاتوالي سره ډونګېدلئ، نو د خوږې میني او له درنښت او احترام ډک کورني ژوند ستر الهي نعمت له لاس وتلی بولئ. لا قدر الله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د