غزل: عزيز الله حسيني

عزيز الله حسيني

نور ستړې شوه له ژونده حوصله يې شوله ماته
له ډير انتظار وروسته تلوسه يې شوله ماته

ساقي راته په لاس کې د شرابو خم راوړلو
له نوش څخه ړومبی لاس کې پياله يې شوله ماته

اشنا مې په کې وکتل د خپل مخ نندارې ته
يو کړس شو له ډير حسنه ائينه يې شوله ماته

په جيب کې مې ساتلې وې يو څو پيسې له وخته
په بيه د کوټه پیسو سيکه يې شوله ماته

يو څو مې په کې ايښې وې د زړه د ټوټو نښې
تاخچې نه را خطا شوه خزانه يې شوله ماته

رقيب ته مې چې غشی ښه زخه برابر کړ
انداخت څخه لومړۍ لاس کې لينده يې شوله ماته

را وامې خيست رباب د نا کرار زړګي تسکين ته
ترنګا سره په ګوتو کې تسمه يې شوله ماته

اشنا ته مې وروستۍ څو يادګاري کرښې ليکلي
يو بيت لا پوره نه و چې تخته يې شوله ماته

ليکلي حسيني د زړه په درد يو څو غزلې
تندي څخه نرۍ نرۍ خوله يې شوله ماته

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د