افغانستان

بدخشان کې د اربکيانو پخوانی مشر اوس د داعش قوماندان دی

نن ټکی اسیا ( جمعه، زمری ۱، ۱۳۹۵ل): په بدخشان کې د اربکيانو يو پخوانی قوماندان قطب الدين اوس د داعش ډلې مشري پر غاړه لري.

د عنايت الله او قطب الدين په نوم دوه وروڼه د جرم ولسوالۍ اوسېدونکي دي او دواړه پخوا د اربکيانو قوماندانان وو.

د بدخشان ځايي خلک وايي، چې عنايت الله اوس هم جرم ولسوالۍ کې د اربکيانو مشر دی او بل ورور يې قطب الدين کابل ته له پټ سفر وروسته دغه ولايت کې د داعش لوړپوړی قوماندان ټاکل شوی دی.

يوې حکومتي سرچينې ويلي، چې قوماندان قطب الدين د روژې په شلمه کابل ته راغلی و او دلته يې «له امنيتي مسوولينو سره له ليدو وروسته بدخشان کې ځان د داعش قوماندان معرفي کړی او نږدې څلور سوه وسله وال هم لري.»

د جرم ولسوالۍ خلک وايي، چې قوماندان قطب الدين درې کاله په خستک سيمه کې د اربکيانو قواندان وو او خلکو سره يې ناوړه چلند کاو.

د ځايي خلکو په وينا، قطب الدين د تېر اختر په لومړۍ ورځ له خپلو جنګياليو سره د داعش بېرغ پورته کړی و او د داعش په ملاتړ يې شعارونه ورکول.

د ستراتيژيکو چارو څارونکي وايي، چې د جرم ولسوالۍ خستک، زيباک او يمګان دره مهمې ستراتيژيکې سيمې دي او داعش هڅه کوي، چې په دغو سيمو کې خپل شتون وښيي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په بدخشان کې د داعش يو مشر د اربکيانو پخوانی قوماندان پاتې شوی وي، بلکې له دې وړاندې د ننګرهار په اچين، چپرهار، شينوارو او نورو سيمو کې ګڼ هغه خلک له داعش سره يو ځای شوي، چې پخوا يې د اربکيانو په ليکو کې کار کړی دی.

د ملي شورا ګڼو غړو هم نيوکې کړي، چې د داعش په شتون او پراختيا کې د ملي امنيت د لوړپوړو چارواکو لاس دی او دوی يې ملاتړ کوي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال ظاهر قدير څو ځل د ولسمشر په امنيتي سلاکار حنيف اتمر تور لګولی، چې د داعش تر شا د دوی لاس دی.

ښاغلي قدير د ولسي جرګې غونډې ته ويلي، چې په کومو سيمو کې طالبان وي، هلته د امريکا بې پيلوټه الوتکې بريدونه کوي او کومو سيمو کې د داعش جنګيالي وي، هلته امريکايي الوتکې بمبار نه کوي او افغان امنيتي ځواکونو ته هم اجازه نه ورکول کيږي، چې د داعش پر ضد رښتينې جګړه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x