د افغان کډوالو کونګه پروسه او انديښمن برخليک يې

مجيب الرحمن زرغون

د روان زیږديز کال د جولايي مياشتې په ۱۸ او ۱۹مه  نېټه د افغانستان د کډوالو د چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي پاکستان ته سفر وکړ او په اسلام اباد کې يې د افغان کډوالو په اړه په درې اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د کډوالو په اړه دا ۲۷ مه  غونډه وه چې ترسره شوه، خو په پاکستان کې د کډوالو وروستی انديښمن وضعيت ښيي چې دغه غونډه بايد تر ټولو مهمه وای او په ډيرو موضوعاتو په کې خبرې شوې وای، خو لکه څنګه چې تمه ترې کېدله هغسې ونه شول.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستان د پوليسو چلند په بې سارې توګه مخ په زياتېدو دی، ددې ترڅنګ د يو شمير کړيو په لمسون په ځينو سيمو کې پاکستاني ولسي خلک راپارول شوي دي، ترڅو افغان کډوال اړ کړي او  خپل هيواد ته يې ستنېدو ته مجبور کړي، بله مهمه خبره دا چې د افغانستان او هند دوستۍ هم په پاکستان کې ميشتو افغان کډوالو ته اندېښنې جوړې کړې او د افغانستان او هند د دوستۍ سزا افغان کډوالو وګالـله.

څومره هيلې او اميدونه چې د کډوالو په دغې درې اړخيزه غونډې پورې تړلې وې هغومره هيلې يې ترلاسه نه شوې، د کډوالو وزير يوازې له پاکستان څخه مننه وکړه چې د افغان کډوالو د استوګنې له پاره يې دوی ته زمينه برابره کړې ده، سيد حسين عالمي بلخي وويل چې دوی د افغان کډوالو له پاره د پاکستان له لورې ورکړل شوې د شپږ مياشتو موده تصديق کړه، چې دا يې ددې غونډې او سفر تر ټولو مهمه لاسته راوړنه بلله خو اصل خبره دا وه چې دا فرمان له د جون په ۲۸ مه نېټه د پاکستان لومړي وزير نواز شريف صادر کړی و او ددې په تصديق او نه تصديق کې کومه ستونزه نه وه.

مهمه او د پام وړ موضوع بايد په دې غونډه کې د کډوالو د ځورولو ياده شوې وای، د تورخم په پوله د افغان کډوالو د ستونزو او مشکلاتو يادونه شوې وای او د حل لاره يې لټول شوې وای.

دغه درې اړخيزه غونډه دا ځل تر ډيره له رسنيو څخه هم پټه وه، يوازې د پاکستان دولتي تلويزيون « پي ټي وي» استازو هلته شتون درلود، او نه هم له غونډې وروسته کوم خبري کانفرانس داير شو، چې دا ټولې کيسې همداسې ګونګې روانې وې.

د غونډې په سبا ورځ چې د کډوالو د چارو افغان وزير او په پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخيلوال رسنيو ته څه وويل هغه هم داسې ګونګ وو، افغان وزیر وويل چې دوی غواړي افغان کډوال افغانستان ته ستانه شي، خو په روښانه ټکو يې ونه ويل چې دا پروسه به څه ډول پلې کيږي، عمر زاخيلوال وويل چې کډوال به په شپږو مياشتو کې خپل هيواد ته ستنيږي خو په يوه خندا ډوله لهجه يې وويل چې بيا هم فرصت د خبرو شته، چې په همدې ځای کې يې افغانان له يو ډول ذهني فشار او تشويش سره مخ کړل او کډوال په همدې انديښمن دي چې ولې پاکه خبره نه کيږي؟

بل لورته د کډوالو د چارو رييس عبدالحميد جليلي هم د المان غږ پښتو څانګې سره په مرکه کې ويلي چې دوی د خپل وطن ګل وطن د کمپاين له لارې د افغان کډوالو د بيرته ستنولو هڅې کوي او پاکستان حکومت سره يې خبره کړې چې د ۲۰۱۶ تر اخره به افغان کډوال بیرته خپل هيواد ته ستنيږي او زياته کړې یې ده چې له دې نېټې وروسته به د افغان کډوالو په اړه وروستۍ او قطعي فيصله کيږي.

له درې اړخيزې غونډې وروسته لاهم افغان کډوال د پاکستاني پوليسو له لوري ځورول کيږي او نه پريښودل کيږي چې خپل ورځنی ژوند په ښه توګه پرمخ يوسي، دغو حالاتو د کډوالو په کارونو منفي اغيز کړی دی او دوی يې اړ کړي تر څو په هر ډول وي نور خپل هيواد ته ستانه شي، خو لاهم دې ته انتظار دي چې کيدای شي په پاکستان کې حالات ښه شي، او کډوالو ته بيرته دعادي ژوند تيرولو زمينه برابره شي، خو داسې بريښي چې دا ځل د افغان کډوالو له پاره وروستی او ټاکوونکی دی.

افغان کډوال د پاکستان په اقتصاد بوج نه دی

د  پاکستان دا ادعا ناسمه ده چې وايي افغان کډوالو ددوی په اقتصاد منفي اغيز کړی، ځکه چې د تير کال د يوې سروې له مخې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو په کيمپونو کې شوې وه، معلومه شوې وه چې د پاکستان په اقتصاد او سوداګريزو چارو کې د افغان کډوالو ۳۵ سلنه بوديجه په کار وړل کيږي، دا هغه بوديجه ده چې يوازې افغان سوداګرو په دغه هيواد کې سرمايه ګزاري کړې ده. ددې ترڅنګ هغه پیسې چې د افغان کډوالو په سر د ملګرو ملتونو له لوري پاکستان ته ورکړل کيږي، هغه د دوی اضافه ګټه ده.

نو اوس پوښتنه داده چې که افغان کډوال دومره قيمت لري نو بيا ولې له پاکستان څخه خپل هيواد ته په ستنولو مجبوريږي او پاکستان يې له خپل  هيواد نه وتلو ته اړ کوي؟

دا ځکه چې دغه ۳۵ سلنه بوديجه چې افغان کډوالو په پاکستان پرې سرمايه ګزاري کوي، دا نو د ټولو افغان کډوالو پيسې  نه دي، په دوی کې هغه لوی سوداګر موجود دي چې په پاکستان کې لوی کاروبارونه لري او د پاکستان اقتصاد ته يې ګټه رسيږي.

مونږ وليدل چې څو کاله وړاندې کله چې د پيښور د مهاجر بازار «جلوزو» کيمپ ورانېده، د پښتنو افغان کډوالو کورونه او حتی له سامانونو ډک دوکانونه پاکستاني پوليسو په بلډوزونو ونړول او خپل هيواد ته ستنولو ته يې اړ کړل، خو په هماغه کيمپ کې چې ازبک او تاجک افغانان وو، هغوی ته يې په کيمپ کې د اوسېدو له پاره موقع ځکه ورکړه چې هغوی هلته د قالين بافۍ کار کاوه او د دوی اقتصاد ته پرې ګټه رسېدله، د پېښور په خيبر بازار کې يې ګڼ بلډنګونه دوکانونه او اطاقونه په کرايه نيولي وو او د قالينو کار يې ګرم روان وو، چې ګټه يې پاکستان ته وه.

نو پاکستان غواړي چې افغان کډوال چاڼ کړي او هغه افغانان چې د پاکستان بوديجې ته ګټه لري هغوی به په پاکستان کې پاتې کيږي او هغوی چې د پاکستان د اقتصاد له پاره زيان دي هغوی به په ځورولو او شکنجه کولو او نورو پلمو له هيواد څخه وباسي.

نو افغان حکومت ته په کار دي چې په دغو افغان کډوالو غيرت وکړي، ټول افغانان دې راپه کور کړي او هغه کډوال دې هم پرې نږدي چې پاکستان يې په خپل هېواد کې پريښودلو ته خوشبين دي، هغه افغانان چې په پاکستان کې سرمايه ګزاري کوي، همغه سرمايه دې په خپل هيواد کې په کار واچوي، تر څو د نورو هيوادونو د اقتصاد په ځای خپل هيواد په اقتصادي او ټولنيزه توګه پرمخ بوځي.

هغه افغانان چې په افغانستان کې د سرپناه ځای نه لري دولت دې  هغوی ته دې مناسب د سر پناه ځايونه برابر کړي، نړيوالې موسسې دې هغوی سره د مرستو کولو له پاره اړ کړي ترڅو يې مشکلات حل او خپل ورځنی ژوند پرمخ بوځي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ستاسو ورور
میلمه
ستاسو ورور

دنن ټکې ایسا ملګرو ته سلامونه افغانکډوالو نور نه پیسو ته ضرورت لری او نه نور شهرت په خدای قسم چې دلته افغانانو ژوند ډیر تنګ شوي ، څو ک یې دپوښتنی نشته هره کوڅه کور په کور پولیس افغانانوپسې ګرځې د پاکستاني پوليسو له لوري ځورول کيږي او نه پريښودل کيږي چې خپل ورځنی ژوند په ښه توګه پرمخ يوسي اسنادو ته هم نه ګورې مونږ سواد راوړلو پسی زمونږ ښځی بازار ته ځې که مونږ لاړ شو پولیس مو نیسی او پیا په ډیر و غټو روپیو خلاصیږو.سفیر او افغان کونسل تش په نوم باندی دې اخر مونږ… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

دا چه هلته او دلته څه روان دی ، دواړه د یوه بادار ( انګریز ) غلامان دی توپیر یی دا چه د اسلامی اباد غلامه اداره مشر غلام یا باوری مشر لاله او د کابل غلامه اداره یا بی تجربه او بی باوره کشر لاله دی . هغه لوی بادار د حالاتو له مخی هر یوه ته د خپلو استثماری ګټو له مخی دستور او قومانده ورکوی . نن ټکی اسیا اداره یوه رسنی ده ، ستاسی د ږغ د خپرولو وسیله ده مګر دغه توانایی نه لری چه چاته امر وکړی او ستاسی اوسنی ستونزی هواری کړی ،… نور لوستل »