fbpx

د فیسبوک مسینجر کاروونکو شمېر یو ملیارد ته ورسید. په زړه پوري معلومات

نن ټکی اسیا (جمعه، زمری ۱، ۱۳۹۵ل): د فیسبوک شرکت اعلان وکړ چې ددوی مسینجر اوس مهال تر یو ملیارد زیات کاروونکي لري او په دې مناسبت یې د خپل مسینجر په اړه ځیني زړه پوري معلومات خپاره کړي چې په لاندي ډول دی:

۱- اوه میاشتي تر مخه د ماسنجر کارونکو شمېر ۸۰۰ ملیونه وو، چې دغه شمیر بیا درې میاشتي تر مخه ۹۰۰ ملیونه کاروونکو ته پورته سو.

۲- د فیسبوک د کاروونکو څخه ۶۰ سلنه کسان د فیسبوک مسینجر کاروي او خپله د فیسبوک د کاروونکو شمېر په یوه میاشت کې ۱.۶۵ ملیارده کسانو ته رسیږي.

۳- د فیسبوک مسینجر د ایپل شرکت په موبایلونو او ټابلیټونو کې دوهم زیات کارېدونکی (اپلیکیشن) پروګرام دی، په داسي حال کې چې خپله د فیسبوک (اپلیکیشن) پروګرام پر لومړي نمبر دی.

۴- د انټرنیټ پر VoIP پروټوکول چې څومره غږیږي اړیکي نیول کیږي، د هغوی څخه لس سلنه ٪۱۰ د فیسبوک مسینجر له لاري نیول کیږي. (بخښنه: تاسو نو اوس دا پوښتنه مه کوی چې VoIP څه شي ته وايي؟ ګوګل وکړئ، معلومات به درته وسي).

۵- د فیسبوک مسینجر له لاري هره میاشت ۱۷ ملیارده انځورونه تبادله کیږي، او ۲۲ ملیونه بیا متحرک انځورونه (GIF) شریکیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د