د نایجیریا ۱۹ کلنه انجلۍ ټول ژوند په سطل کې تیروي – ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، زمری ۱، ۱۳۹۵ل): په نایجیریا کې یوه ۱۹ کلنه انجلۍ چې رحمة روهانا نومیږي، د لاسونو او پښو د نه غټېدلو له امله اوس دې ته اړه ده چې د پلاستیک په یوه لوښي کې په داسي حال کې ژوند وکړي چې سر یې بیرون او بدن یې په لوښي کې دننه وي.

د رحمة روهانا مور وايي چې لور یې تر ۶ میاشتو پوري سمه وه، خو له هغه وروسته یې د لاسونو او پښو پرورش ودرید او تر اوسه یې لاسونه پر هغه حال پاته دي.

مور یې وايي چې لور یې ددې تر څنګ د ځینو دردونه شکایت لري چې له امله یې ډیره په تکلیف وي.

د دې انجلۍ کورنۍ وايي چې خپل ټول وس کوي تر څو دې ته اسانتیاوي برابري کړي، ځکه یې د انتقال پر وخت په سطل کې اچوي چې دا وړه ده او په دغه توګه یې انتقال ډیر اسانه دی.

ویډیو:



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.