
څیړنه: د دماغي سکتې اساسي عامل د ویني لوړ فشار دی
نن ټکی اسیا (جمعه، زمری ۱، ۱۳۹۵ل): یوه تازه څیړنه وايي چې د دماغي سکتې څخه په ۹۰ سلنه حالتونو کې د ځان ساتلو امکان سته.
څیړونکو ویلي چې لس سلنه (٪۱۰) داسي عوامل دي چې د دماغي سکتې د نوي سلني ٪۹۰ مسؤولیت په غاړه لري او ددې ډیر امکان سته چې په ډیره اسانۍ سره ددغه عوامو څخه ځان وژغورل سي چې د هغو څخه یې تر ټولو مهم د ویني لوړ فشار دی.
د مارتین اودونیل په نامه څیړونکی چې ددې څیړني مشري یې هم په غاړه لرله وویل: « د ویني لوړ فشار د دماغي سکتې تر ټولو مهم او اساسي عامل دی، ځکه نو د دماغي سکتې څخه د ځان ژغورني په خاطر د ویني د لوړ فشار څخه باید ځان وساتل شي.»
د څیړونکو په نظر د ماغي سکتې تر ټولو اساسي عامل د ویني لوړ فشار دی، چې د نهه نورو عواملو تر څنګ د دماغي سکتې ۹۰ سلنه سبب جوړیږي.
دغه څیړنه د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې پر ۲۷ زره انسانانو تر سره شوې.
په څیړنه کې د دماغي سکتې لس اساسي عوامل په لاندي ډول ښودل شوي:
۱- د ویني لوړ فشار : ۴۸ سلنه
۲- ورزش نه کولو له وجي : ۳۵.۸ سلنه
۳- غیر صحي خوراکونه کول : ۲۳.۲
۴- چاغوالی
۵- سګریټ یا چیلم څیښل
۶- د زړه ناروغۍ لرل : ۹.۱ سلنه
۷- د شوګر ناروغي لرل: ۳.۹ سلنه
۸- د الکوحلي مشروباتو (شرابو) څیښل : ۵.۸ سلنه
۹- دماغي ستړیا او نا ارامي : ۵.۸ سلنه
۱۰ – په بدن او وینه کې وازګې یا غړوزګي (کولیسټرول) زیاتېدل
که غواړئ چې ځان د دماغي سکتې څخه وژغورئ په لومړي قدم کې خپل د ویني فشار کنټرول کړئ او ورسره د غلطو عاداتو او غیر صحي خوراکونو څخه ځان وژغورئ، ورزش د ورځي معمول وګرځوئ او ځان د ذهني ستړیا څخه وژغورئ.