لاس مې نیسه: فتحان حنفي

فتحان حنفي

چې بېل مو نکړي دهجران څپې لاس مې نیسه
دا دیاغې باغې طوفان څپې لاس مې نیسه

دي یې موجونه سخت مرګونې نفرت خوروي
د بېلتانه او دشیطان څپې لاس مې نیسه

راشه په ګډه چې سینې ورته سپر کړو دواړه
بیا دي راځې دادهامان څپې لاس مې نیسه

چې ما اوتا په غیږکې واخلي خوګډ مودي وړي
د سپین سپېڅلې پاک ایمان څپې لاس مې نیسه

تل دي سپرلی وي ګلالی په دا شاوخوا کې
ورکې دي شي دادخزان څپې لاس مې نیسه

ورسره مل به یو ترمرګه یو څوک دي ګرانه
لري ترڅنګ چې ګلستان څپې لاس مې نیسه

دا سپېرو شونډو یې پتري چې نن وچ نیولي
بیانوي د ستر ارمان څپې لاس مې نیسه

څاڅې له سترګو کړېدلو د اوښکو باران
ځې جوړوي دلوند ګرېوان څپې لاس مې نیسه

تورو تمبو شاته پراته دي ډیر ژڼې داسې
چې جوړوي به له زندان څپې لاس مې نیسه

د سرو او تورو پست ارمان یې وژلی دلته
کړې یې لاهو ور دوجدان څپې لاس مې نیسه

د سپین سهار څرک ځلېدلی فتحانه وینم
راوړي د پاک دین او قرآن څپې لاس مې نیسه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د