fbpx
د کندز ولایتي شورا غړی، امرالدین ولي

کندز ولایتي شورا غړی: د امنیتي چارواکو د پرمختګ ادعا دروغ ده

نن ټکی اسیا (جمعه، زمری ۱، ۱۳۹۵ل): د کندز ولایتي شورا غړی «امرالدین ولي» وايي چې د قلعه زال ولسوالۍ اوس هم د طالبانو په لاس کې ده او امنیتي ځواکونو هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

امرالدین ولي وايي چې تېره شپه ورته ځايي خلکو په تلیفوني تماس کې ویلي چې امنیتي وضعیت دومره خراب دی چې په نږدې وخت کې د کندز ښار د سقوط اندیښنې پیدا شوي دي.

نوموړي چې یو کورني تلویزون سره یې خبرې کولې، د کندز چارواکي په بې پروایۍ تورن کړل او ویې ویل چې په قلعه زال ولسوالۍ د څلور ورځنۍ جګړې په اوږدو کې چارواکو د امنیتي ځواکونو د مرستو او کومک چیغو او فریاد ته غوږ ونه نیوه او بالآخره ولسوالۍ سقوط وکړ.

دا چې ولې امنیتي ځواکونو ته په وخت مرسته او کومک نه رسېږي، ښاغلي ولي يې د اکمالاتو او لوجیستیک په برخه کې د فساد شتون اساسي لامل ګڼي او وايي چې د اکمالاتو مسئولین د کاغذ پرمخ د پوځي تجهیزاتو، اعاشې او اباتې د لیږلو راپور ثبتوي، خو عملا دغه مرستې او اکمالات عسکرو ته نه ورکول کیږي.

نوموړي په حکومت نیوکه وکړه چې د اربکیانو لازمه مرسته نه کوي او په خبره یې اربکیان ورځ په ورځ له حکومت څخه نا امیده کیږي.

د کندز ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي چې په کندز کې د ولسوالیو له مرکز پرته ټولې سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي او دولت فقط د ولسوالیو ودانۍ ساتي:

«د کندز- شیرخان بندر مهمه او ستراتیژیکه لاره زمونږ له لاسه په وتلو ده، په چهاردره کې فقط د ولسوالۍ مرکز او له ښار سره د وصل لاره د دولت په لاس کې ده، نوره ټوله ولسوالۍ د طالبانو په واک کې ده، قلعه زال ولسوالۍ مو هم له لاسه ورکړې ده، په دشت ارچي، خان اباد او علي اباد کې تنها د ولسوالۍ مرکزونه مونږ سره دی، د ولسوالۍ په اطرافو کې طالبان په پوره قوت وجود لري او ولسوالۍ د محاصرې شکل لري».

امرالدین ولي زیاتوي چې طالبان د کندز هوايي ډګر ته دومره نږدې پراته دي چې د ثقلیه وسلو په واسطه د هوايي ډګر مینځ په نښه کولی شي.

هغه د امنیتي چارواکو د پرمختګ او لاسته راوړنو ادعاګانې «بدبختي» وبلله او زیاته یې کړه چې تر اوسه امنیتي ځواکونه نه دي توانیدلي چې مخالفین په شا وتمبوي.

امرالدین ولي د کندز د تصفیې په اړه د ولسمشر اشرف غني څرګندونې هم تشې د خولې خبرې وګڼلې او ویې ویل چې که رښتیا هم د امنیتي ځواکونو لیکې تصفیه شوې وې، نن به کندز په دې حال نه وه.

د کندز ولایتي شورا غړي له امنیتي چارواکو هیله وکړه چې عامو خلکو ته دې دروغ نه وايي، ځکه چې د نوموړي په وینا، د چارواکو دروغژنې ادعاګانې خلکو ته ستونزې جوړوې، خلک د چارواکو د څرګندونو په ډاډ کاروبار شروع کړي، خو وروسته معلومه شي چې حقیقت بل ډول دی، چې له کبله یې خلک د سرمایه ګذارۍ په برخه کې له تاوان سره مخ کیږي.

امرالدین ولي اندیښنه څرګنده کړه چې که حالات همداسې روان وي، کندز به ورځ په ورځ د سقوط شاهد وي او داسې ورځ به راشي چې د قلعه زال فاجعه په کندز ښار کې تکرار شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د