فاریاب: پښتونکوټ کې طالبانو د تیلان استراتیژیکه سیمه نیولې

نن ټکی اسیا (جمعه، زمری ۱، ۱۳۹۵ل): د فاریاب ولایت د پښتونکوټ په سیمه کې دوه پاڅون کوونکي قومندانان د طالبانو سره یو ځای شوي دي، او په دغه ولسوالۍ کې د تیلان سیمه د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د فاریاب د ولایتي شورا رئیس محمد طاهر رحماني رسنیو ته ویلي، دوه ورځي کیږي چې طالب وسلوالو پر پاڅون کوونکو بریدونه پیل کړه چې په ترڅ کې د تیلان سیمه تر خپل کنټرول لاندي راوسته.

نوموړي همداراز ویلي چې د دولت له بې پامۍ له امله د پاڅون کوونکو دوه قومندانان (رازمحمد او رحمدل) د طالبانو سره یو ځای شوي دي.

تر اوسه مالومه نه ده چې دغه قومندان طالبانو ته تسلیم شوي دی او که د طالبانو سره یو ځای شوي دي.

رحماني د پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د ولایت رهبري او د ولایتي شورا مسؤولینو په مرکز کې چارواکو او د ملي اردو د لومړۍ لوا منسوبینو ته وویل چې هوايي عملیات وکړي، او کومکي سرتیري ور ولیږي، خو یو چا هم خبره ونه منله.

نوموړي ویلي چې د تیلان سیمه په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د مهمو او استراتیژیکو سیمو څخه شمېرل کیږي، که چیري د طالبانو څخه بیرته ازاده نه کړل شي، د سرحوض او تیلان شاوخوا سیمي به هم د طالبانو تر کنټرول لاندي شي، او ورسره به د ولایت مرکز میمنه ښار د طالبانو تر ګواښ لاندي شي.

بل خوا په فاریاب کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو ویلي چې د دولتي ځواکونو او پاڅونکوونکو په ملاتړ یې تیره ورځ څو ځله چورلکي ور لیږلي، مهمات یې ور لیږلي او د امنیتي ځواکونو ټپيان یې تر روغتونونو رسولي دي.

د ځینو ځايي سرچینو په حواله ویل کیږي چې راز محمد او رحمدل تر قوماندي لاندي ۶۰ کسان د طالبانو پر خلاف جنګېدل چې اوس یا د طالبانو سره یو ځای شوي او یا یې هم له سیمي پښې سپکي کړي دي.

باید وویل شي چې طالبانو وړمه ورځ پر خپل ویب پاڼه خبر ورکړی وو چې د پښتونکوټ په ولسوالۍ کې د اربکیانو پر ضد پراخ عملیات پيل کړي او د تیلان سیمي تر څنګ یې ځیني شاوخوا کلي هم نیولي دي. په خبر کې راغلي وه چې جګړه لا په شدت سره جریان لري.

بلخوا په میمنه کې د ملي اردو چارواکو ویلي چې دغه سیمي ته تازه ځواکونه لیږل شوي او ټاکل شوي چې نن به د طالبانو سره مخامخ ځمکنۍ جګړه وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د