افغانستان

پروان: افغان سرتیرو د جنازې ګډونوال وژلي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمری ۱، ۱۳۹۵ل): په پروان ولایت کې افغان سرتیرو د جنازې په مراسمو ډزې کړي او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

پېښه نن سهار د یاد ولایت د سید خیلو ولسوالۍ په انچو سیمه کې رامینځته شوې ده.

افغان عسکرو وروسته له هغه د جنازې په ګډونوالو د ټوپک شپیلۍ ورواړولې چې د وسله والو مخالفینو د یو تن په جنازه کې د سیمې خلکو د «الله اکبر» د نعرو په اوچتولو د امریکايانو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د افغان حامیانو په اړه کرکه او نفرت څرګند کړ.

د امریکایي ځواکونو او کابل حکومت پر خلاف د خلکو د څرګندونو په غبرګون کې افغان عسکرو د جنازې په مراسمو ناتاره ډزې پیل کړې، ۹ تنه یې ووژل، ۳۰ تنه یې ټپیان کړل او تر ۲۰ ډیر یې له ځان سره یووړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پېښه غندلې او ویلي یې دي چې «د کابل ادارې عسکرو ته ځکه غوسه ورغله او د ملکیانو د وژلو پريکړه يې وکړه، چې ولې دومره ګڼو خلکو د یو مجاهد په جنازه کې ګډون کړی؟ په داسې حال کې چې عسکر، پولیس یا اربکی ووژل شي، د ګوتو په شمار خپلوان يې په شرمیدلي حالت کې خاوروته سپاري».

د پروان ولایتي چارواکو تر اوسه پورې د یادې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x