افغانستان

مجاهد: طالبان اوس هم په قلعه زال ولسوالۍ واکمن دي – ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، زمری ۱، ۱۳۹۵ل): دوه ورځي وړاندي طالبانو د کندوز ولایت قلعه زال ولسوالۍ ددولتي ځواکونو څخه د سختو جګړو وروسته ونیوله، خو تیره ورځ د کندز چارواکو ادعا وکړه چې دغه ولسوالي یې یو ځل بیا نیولې او طالبان یې شړلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته د یوې ویډیو د رالیږلو تر څنګ ویلي چې د قلعه زال ولسوالۍ په ودانیو او شاوخوا سیمو اوس هم دوی واکمن دي او په دې اړه یې د ځینو رسنیو خبرونه ناسم بللي دي.

نوموړي نن ټکی اسیا ته وویل چې ددوی «مجاهدینو» تیره ورځ د کندوز قلعه زال ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني، ټولي پوستې او بازار ونیوی.
د مجاهد په وینا تېره ورځ دولتي ځواکونو هڅه وکړه چې یو ځل بیا ولسوالۍ ونیسي، خو پرشا وتمبول شول او درانه تلفات ورته ورسیدل.

مجاهد په ځانګړې ډول د ازادي راډیو پر راپور خواشیني ښودلې او زیاته کړې چې ددوی غبرګون نه خپروي، په خپل سر ناسم خبرونه او دده په اصطلاح د «دښمن» ادعاوي خپروي.

نوموړي وویل چې د ازادي راډیو «ناسم خبرونه او پروپاګند غندو» او د ازادي راډیو په شمول چاته حق نه ورکوو چې د «دښمن» سره په پروپاګند خپرولو کې مرسته وکړي.

نوموړي ویلي چې که داسي یو لوریز خبرونه نشریږي، «مجاهدین» اړ دي چې ددغه ډول مشخصو په اصطلاح رسنیو په اړه خپل موقف کې تجدید نظر وکړي.

ددې تر مخه طالبانو د طلوع نیوز او یک تلویزون شبکې د خپلو دښمنانو په صف کې شمار کړی او پر هغوی یې بریدونه خپل حق بللی دی.

ویډیو:

طالبان وايي دوی اوس هم په قلعه زال ولسوالۍ واکمن دي

Posted by nunn.asia on Friday, July 22, 2016

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x