نن په انځورونو کي

پومپي، د روم لرغونى ښار

پومپي د روم يو لرغونى ښار و، چي د يوه اور غوځونكي غره له امله تر خاورو لاندي سو، 2000 كاله وروسته لرغونپوهانو وموند، د دې ښار خلكو د پېښي په حال كي هيڅ وخت نه و موندلى چي ځانونه وژغوري، په كتو كتو كي ټول ښار په اور غورځونكي كي غرق سو
1

كله چي 2000 كاله وروسته لرغونپوهانو د دې ښار په كيندلو پيل وكړ، هغوى يوه ډوډۍ پيدا كړه، چي تر اوسه د اور په ځاى كي پرته وه، چي د همدې پېښي د پېښېدو په ورځ پخېده، پوهانو دې په كتو حيران پاته سوو، چي هغه ټول شيان تر اوسه پوري خوندي پراته دي
2

په خپل دور كي دا لرغونى ښار يو كاروباري مركز و، او دلته يوه بندرګاه هم وه،دا ښار ځكه د غرق سو چي د اور غورځونكي غره په خوا كي جوړ سوى و،
3
د 24  اګست 79 د غرمې په وخت كي اور غورځونكي غر د يوې چاودني له امله وچاودېد او پورته يې اېري او ډبري وغورځولې، چي تناسب يي په يوه ثانيه كي يو لك ټن و، كله چي ايرې او ډبري په ځمكه راولوېدې نو هلته اباد 20 زره اوسېدونكو څخه ډېرى مړه سول، ځينو خلكو د سمندر خوا ته منډه كړ، خو هغوى هم كوم د پنا ځاى پيدا نه كړ، ځيني په اوبو كي ځيني په اور كي ايره سول، د دې لاوا د څپو درجه حرارت 750 فارن هايټ و، د دې تر څنګ زهرجن ګيس هم ترې وخوت، چي په يوه سات كي يې تېزوالى60 ميله و

5
د اتش فشا چاودېدل  18 ساعته روان و، او نورو يې درې ورځي دوام وكړ،  20 زره نفوس ترې لاندي شو، د دې د سړېدو وروسته هيڅ كوم ثبوت تر لاسه نه سو چي دلته هم كله يو ښار اباد و،
6
پېړۍ وړاندي دا ورك پومپي ښار ناڅاپه هغه وخت را څرګند سو، كله چي په اتلسمه پېړۍ كي يوه بزګر د څاه د كيندلو لپاره په كار لاس پوري كړ، هغه چي څاه وهله نو دا څرګنده سوه چي دا ښار لاوا  د سترګو په رپ كي تر خپلي قبضي لاندي راوست، د دې لو وېجاړۍ با وجود بيا هم دلته موندل سوي  عمارتونه، ښايسته مجسمې او ځيني نوري نموني چي رنګونه يې بېل بېل دي روغ رمټ دي،
7
په دې ښار كي يو پراخ د لوبو ميدان، ماركټونه، تاوده او ساړه حمامونه، د پاكو اوبو شتون، پراخ باغونه، ښايسته دولتي عمارتونه او كورونه او د لمبېدو څو تالابونه هم و، د دې ښار مشهور او مصروفه ژوند دا هم په ګوته كوي چي دلته 89 رستورانتونه هم شتون درلود
8
دا ځاى د لرغون پوهانو لپاره ډېر ارزښت لري، دا په يورپ كي د خپل طرز يو ځانګړى ځاى دى، دا كنډوالې په 163 ايكړه ځمكه باندي پرتې دي، د دې ځاى د ورځني ژوند ثبوت په هر قدم كي تر سترګو كيږي، ددې ځاى سړكونه په دوكانونو باندي ښايسته دي، د پېښي په مهال د انتخاباتو كمپېنونه هم شروع و، هلته په ديوالونو باندي نعرې او سياسي پروپېګنډې كښل شوې دي، د يوې غټي كورنۍ شتمني ښځي جوليا فليكس نښي نښاني هم سته، چي دلته يې خلكو ته خوني په كرايه وركولې

9
هلته باغونه، چينې، او نور ډېر څه تر سترګو كېږي، چي د اتش فشا له امله تقريبان هرڅه له منځه تللي دي،
د دې ښار دوې حصې موندل شوې دي، او په نور هم كېندني رواني د ي

محیب رحمتي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x