نړۍ

جرمني: پر سوداګریز مرکز برید کې تر اوسه ۱۵ کسان وژل شوي، بریدګر په تيښته بریالي شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمری ۱، ۱۳۹۵ل): د جرمني په مونیخ ښار کې په یوه سوداګریز مرکز کې دننه او بیرون تر یوه زیاتو کسانو ډزي کړي چې له امله یې د پولیسو ځیني چارواکو په وینا تر اوسه ۱۵ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي. تر اوسه رسما دغه شمېره نه ده تایید شوې. په سیمه کې د پولیسو پراخ عملیات روان دي.

یوه خبریال چې د پيښي عیني شاهد هم دی، د الجزیرې تلویزون سره په خبرو کې وویل چې ده په خپلو سترګو یو بریدګر ولیدی چې اصیل جرمنی ښکاریدی، په قامت او قد قوي وو، کلاشنکوف ډوله ماشیندار ورسره وو، مخامخ یې خلک د هغوی د وژلو په خاطر په نښه کول او ډیر مطمئن ښکاریدی. هغه وویل چې ما خپله اته کسان ولیدل چې په ډزو ولګېدل.

بلخوا ځینو نورو عیني شاهدانو هم د دوه او درې بریدګرو خبر ورکړی او ویلي چې د سوداګریز مرکز دننه او دباندي بیلو بیلو کسانو ډزي کولې.

ځیني خبرونه وايي چې د همدې ښار په ځینو نورو برخو کې هم مهاله ډزي شوي دي خو په دې اړه تر اوسه نور معلومات نه دي ترلاسه شوي.

پولیسو د تیلیفوني پیغامونو له لاري ټولو اوسیدونکو ته خبر ور کړی چي په خپلو کورونو کي پاتي شي او له بهر وتلو څخه ډډه وکړي او همدارنګه پیښي ته څیرمه ټولي لاري د اوسیدونکو پر مخ تړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x