نړۍ

ترکیې په پاکستان کې د ګولن اړوند مکتبونو بندولو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا ( شنبه، زمری ۲مه، ۱۳۹۵ل): په پاکستان کې د ترکیې سفیر رسنیو ته ویلي چې هیواد یې د پاکستان څخه غوښتي تر څو د فتح الله ګولن ګوند ټول اړوند مکتبونه وتړي.

پر ګولن تور لګېدلی چې د ترکیې په وروستۍ ناکامه کودتا کې لاس لري او دده سري تنظیم د پوځ په مرسته دغه پلان طرحه کړی وو.

د ګولن ډله په پاکستان کې د «پاک ترک» په نامه ۲۱ مکتبونه لري چې د هیواد څخه ممتاز او په اقتصاد پياوړي شاګردان را ټولوي او په لوړو فیسونو ورته په خپل مکتبونو او بیا په ترکیه کې د درس زمینه مساعده وي.

په اسلام اباد کې د ترکیې سفیر صادق بابر جرجین رسنیو ته وویل : « مونږ د ټولو دوستو هیوادونو څخه غوښتي چې د فتح الله ګولن تروریستي ډلي فعالیتونو باندي بندیز ولګوي».

د یادوني وړ ده چې د فتح الله ګولن ډله په افغانستان کې هم شاوخوا لس مکتبونه لري چې د افغان ترک په نامه یادیږي، په کابل، مزارشریف او هرات کې د هلکانو او انجونو لپاره یو یو، په کندهار، شبرغان، او جلال اباد کې یوازي د هلکانو لپاره مکتبونه لري.

صادق بابر رسنیو ته وویل مونږ د پاکستان سره نیژدې اړیکي لرو او په هر ډګر کې مو یو له بل سره مرسته او همکاري کړې.

د پاکستان د حکومت یوې باخبري سرچیني رسنیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې پاکستاني چارواکو د پاک ترک مکتبونو د بندلو پر طرحې غور پیل کړی دی.

بل لوري ته د ترکیې سفیر وویل چې دوی د امریکا څخه د فتح الله ګولن غوښتنه کړې او کوم اسناد چې امریکا ددوی څخه غوښتي هغه یې د امریکې دولتي چارواکو ته سپارلي دي.

د ترکیې څخه په ورکړل شویو خبرونو کې ویل شوي چې په نیژدې راتلونکي کې به د عدليې او کورنیو چارو وزیر واشنګټن ته ولاړ سي او په رسمي ډول به د فتح الله ګولن د تسلیمۍ غوښتنه وکړي.

ددې تر مخه د امریکا ولسمشر باراک اوباما په یوه مطبوعاتي وینا کې ویلي وه چې امریکا د ترکیې په ناکامه کودتا کې لاس نه لري او د فتح الله ګولن د تسلیمۍ پریکړه به د امریکا د قانون پر اساس کیږي.

ترکیه او امریکا دیرش کاله تر مخه د مطلوبو اشخاصو د تبادلې یو سند لاسلیک کړی او پر همدې اساس ترکیه د امریکې څخه د خپل مطلوب شخص غوښتنه کوي.

د سپیني ماڼۍ ویاند تیره سې شنبه وویل چې دوی د ترکیې څخه په رسمي ډول د فتح الله ګولن د تسلیمۍ غوښتنه تر لاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد شاه احمدی

اولین ځل ده چه زه ستاسو نشریات لولم او ستاسو ټولی خپرونی ډیری عا م فهم او په زړه پوری دی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x