ځينې خلک ولې ډېر خولې کېږي؟

نن ټکی اسیا ( شنبه، زمری ۲مه، ۱۳۹۵ل): سره له دې، چې له بدنه د خولو بهېدل طبعي خبره ده، د بدن د تودخې په کمولو کې هم مرسته کوي، مګر   که دا خولې له اندازې زياتې شي، له بدنه بد بوی هم ځي او په انسان ډېر بوج هم وي.

طبي څېړونکو د دې ستونزې څلور لاملونه ښودلي دي.

لومړی لامل يې دا دی، چې د ښځو په پرتله سړي ډېر خولې کېږي.

همدا رنګه که څوک ورزش نه کوي، دا هم د زياتې خولې لامل ګرځي، په دې معنا که څوک د ژوند په فزيکي چارو کې بوخت وي، د دغو کسانو خوله کمه وي.

د زياتو خولو يو لامل زيات چاغوالی هم دی، که څوک خپل وزن کم کړي، نو د زياتو خولو له ستونزې خلاصېدای شي.

د څېړونکو په وينا تنګ پتلون «جينز» هم د زياتو خولو يو لامل کېدای شي.

څېړونکي په دې اند دي، سره له دې، چې زياتې خولې بهېدل انسان اندېښمن کوي، له بدنه يې بوی ځي، مګر زياتې خولې هېڅکله د دې معنا نه لري، چې سړی ناروغه دی.

که تاسې ډېر خولې کېږئ، نو اندېښنې مه کوئ، دا هېڅ ډول ناروغي نه ده او که غواړئ د زياتو خولو له بهېدو خلاص شئ، نو لومړی ورزش پيل کړئ او خپل وزن کم کړئ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د