غزل: محمد علي عمري

محمد علي عمري

چي وي غریب نو و دوا ته به رسیږې څنګه
دیــــار وشونډو مسیحا ته به رسیږې څګه

نن سبا مينـه هــم پـرته وي دپیسو وشاته
سي دماښام نه  لري شاته به رسيږې څنګه

چــي وه پښتون ته مهاجر وايې  په دې مفکوره
ډېـره ده ګرانه پښتونخوا ته به رسیږې څنګه

چــي بې دسر له قربانۍ غواړي اسلام لګياوي
ګـرانه یـې بولم والله ته به رسیږي څنګه

سي نه شاعروي او نه خوند ورکوي شعر دشاعر
ستا  ودې یـوجهان ادا ته به رسیږي څنګه

بلاراغلې خو پښتون  په جنګ له وروره سره
پـه دې حالاتوکې بلا ته به رسیږي څنګه

ماشوم ګلاب شو ترېنه مړاوئ چي بابا پښتون وو
د را روان ژوند وښکلا  ته به رسیږي څنګه

ستا دظالم ګاډي  رفتارکه تیزوي هر څومره هم
دمظلومانـو وښېرا تـه بـه رسیږي  څنګه

عمري ستا بچئ که لوي شو په ليک نه پوهېدو
ستا دشعرونو ومعنا ته به رسیږي څنګه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د