د هغه ليوني کيسه چې د وخت پاچا يې بې ځوابه کړ

ژباړن: قاري هاشمي

د هارون الرشيد د خلافت په زمانه کې د بهلول په نامه يو ليوني ژوند کاوه، هغه له نورو انسانانو څخه متفاوت ژوند درلود، د هغه د ژوند يوه نا اشنا کيسه داسې ده چې، يوه ورځ هارو ن الرشيد وليد چې دی په هديره کې د قبرونو په منځ کې ناست دی، نو هارون الرشيد ورته په ټوکو وويل، ای بهلوله! ته خو ليونی یې، ته به کله هوښيارېږې؟

بهلول پورته شو او يوې ونې ته وخووت او بيا يې په لوړ اواز باندې په هارون الرشيد غږ وکړ، ای هارونه، ای ليونيه! ته به کله هوښيارېږې؟

هارون الرشيد په خپل اس باندې سپور ونې ته راغی او ده ته يې وويل، زه ليونی يم که ته ليونی يې چې ټوله ورځ په هديرو کې ناست يې؟

بهلول وويل: زه ليونی نه مګرهوښيار يم

هارون وويل: هغه څنګه؟

بهلول وويل: زه په دې پوی شوی يم، چې ستا د پاچاهۍ دغه قصر نړېدونکی دی او دا «قبر» باقي پاتې کېدونکی دی، تا خپل قصر اباد کړی مګر خپل قبر دې ويجاړ کړی دی، نو ته دا بده ګڼې چې له ابادۍ څخه ويرانۍ ته ولاړ شې، سره له دې چې ته پوهېږې چې دې ځای ته ستا ورتلل حتمي دي.

اوس ته ووايه چې زه ليونی يم او که ته؟

هارون الرشيد د بهلول خبرو ولړزاوه او دومره يې وژړل چې ږيره يې په اوښکو لمده شوه او ويې ويل چې « والله انک لصادق» په الله قسم ته رښتينی يې.

بيا هارون الرشيد وويل: ای بهلوله! ماته نور نصيحت وکړه.

بهلول وويل: د الله (ج) کتاب درته کفايت کوي همغه ټينګ ونيسه.

هارون: ستا کوم حاجت شته چې زه يې پوره کړم؟

بهلول: هو درې حاجتونه دي که پوره دې کړل؛ نو زه به ستا احسان مند يم.

هارون: مهرباني وکړه.

بهلول: عمر مې زيات کړه.

هارون: داسې خو نه شم کولای.

بهلول: له ملک الموت څخه مې وژغوره.

هارون: دا هم نه شم کولای.

بهلول: جنت ته مې داخل کړه او له جهنم څخه مې وژغوره.

هارون: له دې هم ناتوان يم.

بهلول: پوی شه، نو چې ته غلام يې پاچا نه يې، زه تا ته اړتيا نه لرم.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د