فکري روزنه (۳۸)

 م، نجم الرحمن (فضلي)

ځوانان

که چيرته د اوسني عصر ځوانانو ته په ژور نظر وکتل شي نو ممکن چې په مجموع کې داسې يوه فيصله وکړی شي چې ځوانان په دری ډوله دي.

(۱) پر سمه لاره روان ځوانان

(۲) له سمې لارې کاږه ځوانان.

(۳) متحير ځوانان

پر سمه لار روان ځوانان :

دا هغه ځوانان دي چې په لوی خدای جل جلاله ايمان لري او دا خپل ايمان ورته محبوب هم وي، په همدغه ايمان قانع وي، په همدغه ايمان کې کاميابي غنيمت بولي او له همدغه ايمان څخه محرومه کيدل ښکاره نقصان بولي.

دا هغه ځوانان دي چې د لوی او واحد خدای جل جلاله عبادت کوي، په قول او عمل، په فعل او ترک کې د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم تابعداري کوي، ځکه دوی په دې ايمان لري چې محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی رسول او متبوع امام دی.

دا هغه ځوانان دي چې په کامله وجه له خپل طاقت سره سم لمونځ کوي، ځکه دوی په هغو فوايدو او مصالحو دنيوي او اخروي، فردي او اجتماعي باندې ايمان لري کوم چې په لمانځه کې دي.

دا هغه ځوانان دي چې مستحقو خلکو ته کامل پرته له کوم نقصان څخه زکاة ورکوي، ځکه دوی په دې ايمان لري چې د زکاة په نه ورکولو سره د مسلمانانو د احتياج دروازه تړل کيږي او بل دا چې دا د اسلام له ارکانو څخه پنځم رکن دی.

دا هغه ځوانان دي چې د روژې په مياشت کې روژه نيسي، له شهوتونو او لذتونو څخه ځان منعه کوي، هغه که اوړی وي او که ژمی، ځکه دوی په دې ايمان لري چې په دې سره الله تعالی رضاء کيږي، نو د خپل نفس په رضائيت باندې د الله تعالی جل جلاله رضائيت ته لومړيتوب ورکوي.

دا هغه ځوانان دي چې بيت الله ته ورځي او د حج مقدسه فريضه اداء کوي، ځکه دوی له خدای تعالی جل جلاله سره مينه لري، د هغه جل جلاله له کور سره مينه لري، د رحمت او مغفرت له ځايونو سره مينه لري، له نورو مسلمانو وروڼو سره په ګډه همدغو ځايونو ته له ور تلو سره مينه لري.

دا هغه ځوانان دي چې واحد او لا شريک خدای جل جلاله د خپل ځان، زمکې او آسمانونو خالق بولي او په همدې ايمان لري، ځکه دوی د الله تعالی جل جلاله په قدرتونو کې هغه څه ويني چې د واحد خدای جل جلاله په موجوديت باندې دلالت کوي، دوی د دغه وسيع عالم په شکل او نظام کې هغه څه ويني کوم چې په قطعي دلالت سره د دغه عالم د مبدع په شتون او د هغه په کمال قدرت او بالغ حکمت باندې دلالت کوي، ځکه دا ممکنه نه ده چې دا عالم دې په خپله پيدا شوی وي او يا دې يو نا څاپه پيدا شوی وي، ځکه چې دا عالم له وجود نه مخکې معدوم ؤ او معدوم نشي موجود کيدلای، دا چې دغه عالم يو نا څاپه نه دی پيدا شوی هغه ځکه چې د يوه منظم نظام خاوند دی، چې نه تغير خوري او نه له هغې لارې څخه مختلف کيدلای شي کومه چې ورته مقدره ده، خدای تعالی جل جلاله فرمايي ) فَلَنۡ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللّٰہِ تَبۡدِیۡلًا ۬ۚ وَ لَنۡ تَجِدَ  لِسُنَّتِ  اللّٰہِ تَحۡوِیۡلًا ﴿۴۳﴾ (  ) مَا تَرٰی فِیۡ  خَلۡقِ الرَّحۡمٰنِ مِنۡ  تَفٰوُتٍ ؕ فَارۡجِعِ  الۡبَصَرَ ۙ ہَلۡ  تَرٰی مِنۡ فُطُوۡرٍ ﴿۳﴾ ثُمَّ  ارۡجِعِ  الۡبَصَرَ کَرَّتَیۡنِ  یَنۡقَلِبۡ اِلَیۡکَ  الۡبَصَرُ خَاسِئًا وَّ ہُوَ حَسِیۡرٌ ﴿۴﴾(   هر کله چې عالم د يوه منظم نظام خاوند شو نو نا څاپه يې موجود کيدل ممتنع دي، ځکه کوم شی چې يو نا څاپه موجود شي د هغه نظام هم نا څاپي وي چې بيا هره لحظه قابل د تغير او اضطراب وي.

دا هغه ځوانان دي چې د لوی خدای جل جلاله په ملائکه ؤ باندې ايمان لري، د کومو ذکر چې خدای تعالی جل جلاله په قرآن کريم کې او رسول الله مبارک صلی الله عليه وسلم په حديثو کې کړی دی، په قرآن کريم او نبوي سنتو کې يې اوصاف، عبادات او هغه اعمال ذکر شوي دي کوم چې د مخلوق د مصلحت لپاره کوي، چې دا د هغوی په حقيقي وجود باندې قطعي دليل دی.

دا هغه ځوانان دي چې د خدای تعالی جل جلاله په هغو کتابونو ايمان لري کوم يې چې د بشر د هدايت لپاره په رسولانو را نازل کړي، ځکه چې د بشر عقل ته ممکنه نه ده چې د عباداتو او معاملاتو د مصالحو کامل ادراک وکړي.

دا هغه ځوانان دي چې د خدای تعالی جل جلاله په انبياؤ او په هغو رسولانو ايمان لري کوم يې چې مخلوق ته را ليږلي، د دې لپاره چې د خير لوري ته يې ور وبولي او له بدو څخه يې منعه کړي، اول الرسول حضرت نوح عليه السلام او آخرالرسول حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دی.

دا هغه ځوانان دي چې په يوم الجزاء، يوم الحساب، د قيامت په ورځ ايمان لري، په کومه ورځ به چې خلک له مرګ نه وروسته بيرته را ژوندي کيږي، د دې لپاره چې هر چا ته د خپل عمل جزاء ورکړی شي ) فَمَنۡ یَّعۡمَلۡ مِثۡقَالَ ذَرَّۃٍ خَیۡرًا یَّرَہٗ ؕ﴿۷﴾ وَ مَنۡ یَّعۡمَلۡ مِثۡقَالَ ذَرَّۃٍ  شَرًّا یَّرَہٗ ٪﴿۸﴾(  که چيرته د مخلوق لپاره دغه د جزاء او د حساب ورځ نه وای نو بيا به د دې دنيا او په دې دنيا کې د ژوند فايده او حکمت څه وای، دا ورځ د دغې دنيا لپاره او په دې دنيا کې د ټولو شيانو لپاره د نتيجې ورځ ده.

دا هغه ځوانان دي چې په )والقدر خيره وشره( ايمان لري او په دې هم ايمان لري چې هر څه د الله تعالی جل جلاله په ارادې او د هغه په قدرت سره کيږي، په اسبابو او اثارو يې هم ايمان لري او په دې هم ايمان لري چې د سعادة لپاره هم اسباب دي او د شقاوة لپاره هم.

دا هغه ځوانان دي چې خلک د لوی متعال خدای جل جلاله لوري ته په هغې طريقې دعوتوي د کومې بيان چې الله تعالی جل جلاله په خپل کتاب قرآن کريم کړی دی ) اُدۡعُ  اِلٰی سَبِیۡلِ رَبِّکَ بِالۡحِکۡمَۃِ وَ الۡمَوۡعِظَۃِ  الۡحَسَنَۃِ وَ جَادِلۡہُمۡ بِالَّتِیۡ ہِیَ اَحۡسَنُ ؕ(.

دا هغه ځوانان دي چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي، ځکه دوی په دې ايمان لري چې په دې کې د لويو لويو قومونو (ډلو) او د امت نيکبختي ده ) کُنۡتُمۡ خَیۡرَ اُمَّۃٍ اُخۡرِجَتۡ لِلنَّاسِ تَاۡمُرُوۡنَ بِالۡمَعۡرُوۡفِ وَ تَنۡہَوۡنَ عَنِ الۡمُنۡکَرِ وَ تُؤۡمِنُوۡنَ بِاللّٰہِ ؕ(.

دا هغه ځوانان دي چې د منکراتو په منعه کولو کې کوشش کوي، په هغې طريقې کومه چې نبي عليه السلام بيان کړيده، قال رسول الله صلی الله عليه وسلم ) من رأى منکم منكراً فليغيره  بيده ، فإن لم يستطع فبلسانه ، فإن لم يستطع فبقلبه(  .

دا هغه ځوانان دي چې صادق دي او صدق خوښوي، ځکه چې )الصدق يهدی الی البر( او بر ) يهدی الی الجنة( د هميشه لپاره چې څوک رښتونی وي او رښتونولي خوښوي آخر هغه د خدای جل جلاله په نزد صادق وليکل شي.

دا هغه ځوانان دي چې عامو مسلمانانو ته له خير رسولو سره مينه لري، ځکه چې دوی د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې قول ايمان لري  )لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه(  .

دا هغه ځوانان دي چې د خدای جل جلاله لپاره او په خدای جل جلاله سره جهاد کوي، دوی خالص د خدای جل جلاله لپاره بې له رياء او ځان ښودنې جهاد کوي، په خدای سره جهاد کوي، يعنې د جهاد په کولو کې له هغه ذات جل جلاله څخه کومک غواړي، په خپل نفس او قوت باندې نه غره کيږي، کوم وخت چې د اسلام او مسلمانانو حاجت پيدا شي نو په سر او مال ورته حاضر وي.

دا هغه ځوانان دي چې د مقدس دين او د ښو اخلاقو لرونکي دي، په (مستقيمه) برابره لار روان دي، د پراخو سينو لرونکي دي، د پاک نفس خاوندان دي، د پاکو زړونو لرونکي دي، صابرين دي، د مقدس دين اسلام په لار کې د هر قسم مشکلاتو برداشت کونکي دي، دا هغه څوک دي چې د خپل عمر يوه لحظه هم نه ضايع کوي، تل په داسې کارونو کې مشغول وي چې د دوی او د امت مسلمه لپاره پکې خير وي.

سره له دې چې دوی د ايمان او اخلاقو ساتونکي دي، اما له هغو خلکو څخه ډير ليرې اوسيږي کوم چې کافران، ملحدان، فاسقان، ګنهګاران، د ناوړه اخلاقو او بيکاره معاملو در لودونکي دي.

دا هغه ځوانان دي چې امت مسلمه پرې فخر کوي، له دوی څخه دا طمعه کيدلای شي چې په دوی سره د مسلمانانو فاسد شوي احوال اصلاح کيدلای شي.

دا هغه ځوانان دي چې په دنيا او آخرت کې لوړ او کامياب دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د