طالبان څوک دي؟

خالق یار احمدزی

چې اولاد د دې ملت دی طالب جان دی
چې هر راز یې سعادت دی طالب جان دی

چې نړۍ یې په ګونډو کړه په شیبو کې
چې هر پل یې د غیرت دی طالب جان دی.

چې یې توره د خالد پرې چلولې
هرقدم  یې عدالت دی طالب جان دی

بې اغزیو سور ګلاب دی ښایستوکۍ
چې ښکلاوې په حیرت دی طالب جان دی

چې دا ستوري له آسمان ګوته په غاښ دی
په دې ځمکه پروت عزت دی طالب جان دی

بشارت د سباون دی خالقیاره
ماښامونو ته هیبت دی طالب جان دی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د