افغانستان

کابل کې تښتول شوې هندي مېرمن خوشې شوه

نن ټکی اسیا ( شنبه، زمری ۲مه، ۱۳۹۵ل): کابل کې تښتول شوې د مرستندويه ټولنې هندي ښځينه کارکوونکې خوشې شوه.

هندي چارواکو منلې، چې دغه هندۍ کار کوونکې، چې نږدې يوه نيمه مياشت وړاندې له کابل ښاره تښتول شوې وه، بېرته خوشې شوې ده.

د هند د بهرنيو چارو وزيرې سشما سوراج نن سهار وختي په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي: «زه ډېره خوښه يم، چې کابل کې تښتول شوې جوډيت سوزاس په خوندي توګه راخوشې شوې ده.»

راخوشې شوې هندي مېرمن به نن ماښام ناوخته کابل کې د هند سفير مان پريټ وهاره سره يو ځای د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته ورسيږي.

راخوشې شوې هندي مېرمن کابل کې د اغان پرمختيايي ټولنې سلاکاره و، چې نږدې يوه نيمه مياشت وړاندې د ناڅرګندو وسله والو له لوري وتښتول شوه.

چارواکو تر اوسه دا نه دي ويلي، چې نوموړې څنګه تښتول شوې وه او څنګه راخوشې شوه.

جوډيت وروسته له هغې وتښتول شوه، چې کابل کې د هند سفارت افغانستان مېشتو هندي اتباعو ته خبرداری ورکړی و، چې د نا امنيو له امله دې په خپل تګ راتګ کې «ډېر احتياط کوي او له اړتيا پرته دې سفرونه نه کوي.»

په دې وروستيو کې پلازمېنه کابل او نورو سيمو کې نا امنۍ د پخوا په پرتله ډېرې شوي دي.

د کابل اوسېدونکي پر امنيتي ځواکونو نيوکې کوي، چې د خلکو امنيت په ساتلو کې پاتې راغلي دي.

د کابل يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د غلا، انسان تښتوونو او نورو ورته چارو کې د زورواکانو او چارواکو لاس وي او له همدې امله د پېښو عاملين هم نه نيول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x