شعـــــرونه

د کډوالو په اړه د مشفق حريت مل نوی شعر

مشفق حريت مل

په هر مجلس هره دیره کې د کډوالو موضوع
په کور، کوټه او حجره کې د کډوالو موضوع

د هر یو کور واړه زاړه ځوانان نران او ښځې
دي اچولي اندیښنه کې د کډوالو موضوع

کیسه ده ورانه له سرکاره هم څه تمه نه شته
خدایه ده بده ته یې ښه کې د کډوالو موضوع

موږ خو خاونده هجرت کړی دی د دین په خاطر
خپله رضا دې راسره کې د کډوالو موضوع

موږ پرې برلاسي نه یوو موږ یې سمولی نه شو
ربه ته خپله فیصله کې د کډوالو موضوع

لویان لاڅه چې ماشومان هم تبصرې پرې کوي
په هره لار هره کوڅه کې د کډوالو موضوع

لیکم به زه د اندیښنو له داستانونو سره
د خاطرو په کتابچه کې د کډوالو موضوع

څو کسان راغلل سات یې تیر کړ او نور بیرته لاړل
فقط خپره شوه اعلامیه کې د کډوالو موضوع

ربه مشفق عاجز دې توان د امتحان نه لرم
نوره قبوله مو توبه کې د کډوالو موضوع

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x