نظــر

په کابل کې د تنکيو نجونو د بې لارې کولو امريکايي هڅې

مشفق حريت مل

نن ورځ بي بي سي پښتو ويب پاڼې په يوه راپور کې د کابل د هغو تنکيو نجونو حال خپور کړی و چې د ګيتار او سندرو  په زده کړه بوخت دي او د يوه امريکايي ګيتار غږونکي لانيکا ډولا له لوري ورته دغه زده کړې پر مخ وړل کيږي.

د بې بې سي خبريالې دغه پروژه   د افغان نجونو له پاره يوه بې سارې پروژه بللې او ښودلې يې ده چې دا دومره مهمه پروژه او بوختيا ده چې افغان نجونې يې په لارو کوڅو کې له ګرځېدو څخه راګرځولي دي.

لانيکا ډولا د دغو نجونو په منځ کې ناست دی او د ګيتار د زده کړو په اړه ورته ښوونه او تربيه ورکوي.

هغه د بي بي سي خبريال ته د خپل کار د پرمختګ په اړه ويلي چې تر اوسه هر څه ښه روان دي او دغو نجونو ته يې ډير څه ورښودلي دي.

دغه نجونې چې په دغه مرکز کې راټولې شوي دي عمرونه يې له ۱۰ څخه تر ۱۵ کلونو پورې دي.

خو اوس پوښتنه داده چې افغان ماشومانو ته تر بل هر څه ډيره د موسيقۍ او بې لارې د ور زده کولو څه اړتيا ده؟
ايا پرمختګ، تمدن  او د ښه ژوند کولو راز يوازې په همدې موسيقۍ او ګيتار په زده کړه کې دی، که نه نورې لارې چارې هم شته دي چې بايد افغان نجونو يا ځوانانو ته وښودل شي تر څو هغوی له فقر، غربت او بې وزلۍ نه پرې راووځي.

موږ دا انديښنې لا پخوا احساس کړې وې چې د امريکايانو په راتګ سره به په افغانستان کې يوازې په نظامي يرغل کې د هيواد د نړولو او د خلکو د وژلو کيسې نه وي مګر له دې سره به ډېرې نورې بدبختۍ هم ملګرې وې، چې مونږ يې بيلګې له وخت وخت سره وينو او پرې ځوريږو.

که مونږ لږ ژور فکر وکړو وګورو چې د افغانستان ځوان نسل او خلکو د يرغلګرو د يرغل له وخته څومره منفي تغيرات درلودلي دي، نو د يوه اسلامي او افغاني احساس خاوند به دا خبره ډير زر تسليم کړي چې افغانستان له نظامي يرغل څخه فکري يرغل ډير خراب کړی دی.

د کفارو شومې دسيسې او پلانونه داسې نه دي چې هغوی هرڅه په یوه مخ عملي کوي، مګر هغوی د مسلمانانو د بې لارۍ او انحراف له پاره اوږدمهالې او اغيزمنې پروژې په کار اچوي.

په افغانستان کې د سلګونو ايف ايم راديوګانو جوړښت چې مصارف يې په هر ولايت کې د امريکايانو او نورو بهرنيانو له لوري ورکول کيږی، همدا راز تلویزیونونه او نورو راز راز بې لاريو خپريدل او ځوانان هغه لوري ته ورجذبول هغه څه دي چې د صليبي ښکېلاکګرو له شومو موخو څخه دي او غواړي چې په دې توګه د مسلمانانو ذهنونو او زړونو ته د بې لارۍ، فسق او فجور او بې دينۍ زهر ورننباسي او نور په خپله د اسلام له مقدسې لارې کاږه شي.

بهرنيان که  څه هم  په يوازې ځان نه شي کولای، خو ترڅنګ يې کورني تابعدار خدمتګاران ولاړ دي چې د څو روپيو په بدل کې هغوی په هيواد کې د هر فسق او فجور د عامېدو له پاره هلې ځلې کوي او دومره په اخلاص لګيا دي چې امريکايان ورته حيران دي.

هغوی چې د امريکا په غيږ کې لوی شوي وي، نو څنګه  به د امريکا له خدمت نه مخ واړوي او څنګه به د هغوی خبره ځمکې ته وغورځوي؟ همدا اوس هم د کابل د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير د امريکا په چوپړ کې را لوی شوی عبدالباري جهاني دی چې د هغه د وزارت پر مهال ورځ تربلې د افغانستان فرهنګ له منځه ځي او پر ځای يې غربي، هندي او نور فرهنګونه دود ګرځي.

که موږ وغواړو که ونه غواړو امريکايان د خپلو اهدافو د پلي کولو له پاره له ټولو لارو چارو کار اخلي او غواړي چې مسلمان بې لارې کړي له خپل دین څخه يې واړوي او بالاخره يې په کرار کرار د پاپانو په غيږ کې وغورځوي، چې دا هڅې اوس هم د کابل په شمول د هيواد په بيلابېلو ولايتونو کې روانې دي.
نو ټولو ويښو او با احساسه مسلمانانو ته په کار ده چې په دې حالاتو کې ويښ و اوسي او د کفارو د دسيسو ښکار نه شي او پرې نږدي چې کفار د دوی د بچيانو او ځوانانو فکرونه په شعوري اوغير شعوري توګه د فسق او فجور تر اغيز لاندې راولي، ګمراه يې کړي او د اسلام د مقدس دين له لارې څخه يې وباسي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x