د ترکیې کودتا – د اتاترک له هوايي ډګر نه/ ډاکټر نبي مصداق

ډاکټرنبي مصداق

زه د وارسا د سر مشریزې غونډې ترڅنګ د وارسا د متخصصینو غونډې ته چې د جولای ۸ او ۹ سر مشریزې غونډې تر څنګ روانه وه، د یو ازاد لیکوال او ژورنالست په حیث بلل شوی وم. که څه هم دا د ناټو غونډې وې، په سر مشریزې غونډه کې زموږ د حکومت مشران او د متخصصینو په غونډه کې له افغانستانه یوازې زه وم چې د یوه بحث مشري ماته سپارل شوې وه چې په افغانستان کې د سولې پروسه څرنګه پرمخ روانه ده.

د کنفرانس له ختم نه، د کورنۍ د یوې برخې د لیدو لپاره ډنمارک ته ولاړم او د راتګ په لاره مې په استنبول کې الوتکه تبدیلوله چې میدان ته زما تر رسېدلو نیم ساعت وروسته په ترکیه کې د ترکیې کودتا د جمعې د شپې په ۱۲ بجو پیل شوه،اوله علامه،په میدان کې دا وه چې ټول پروازونه “یاکنسل”  او یا هم لیکل کېدل چې “وځنډول شول”.

د شپې د ۱۲:۳۰بجو شاوخوا، د جنګي الوتکو آواز واورېدل شو او په یو غټ آواز سره یو بم داسې ښکارېده چې میدان ته نېږدې ولوېد چې د میدان ودانۍ یې هم ولړزوله. شل دقیقې وروسته بل بم و غورځېد او داسې آوازه شوه چې د پارلمان ودانۍ وویشتل شوه. په دې پسې وروسته ډزې واورېدل شوې او په څو ثانیو کې په سلهاوو مسافر، د “فوډ کورټ” یعنې د خوړلو له ځایه، زما لوري ته هلته چې زه په یوه کافي پلورنځي کې ناست وم، د یو سیل په شان په منډه را روان وو. زه په خپل ځای کې ودرېدم او د دې غویمنډ سیل مې کاوه چې دا خلک څه فکر کوي چې له میدانه بهر به کوم بل ډاډمن ځای وي؟ یوه مېرمن چې له نورو سره په منډه وه، بېرته را وګرځېده او زما څنګ ته راغله، د ژړا په حال کې یې را ته وویل: ( ډېره وېرېږم، غواړم له تاسره وم.) ما هم ډاډ ور کړ چې له موږ سره څوک ستونزه نه لري او نه هم غواړي مسافر و ځوروي. پس موږ همدلته په ډاډمن ځای کې یو او داسې نور.

ما چې ۳۸ کاله پخوا، په موټر کې له لندن نه چې هلته محصل وم، د ترکیې له لارې کابل ته سفر کړی و، د ترکانو په اړه مې ډېر منفي فکر درلود. ځکه چې په هغه وخت کې ما درې ورځې په استنبول کې تېرې کړې، غلا او کیسه بري، د موټرو ښيښې ماتول او هرڅه ترې تښتول؛ څو، څو ځلي ولیدل. په ټول استنبول کې مې درې د ترافیک اشارې ولیدلې او په هیڅ پولیس مې نظرونه لوېد. ما داسې افغانان هم ولیدل چې لس، پینځه لس کاله په استنبول کې اوسېدلي وو، نه یې پاسپورټ درلود او نه هم ویزې، بیا به يې هم له آلمان نه موټر راوستل او په استنبول کې به یې پلورل…

دوه کاله مخکې چې زه د یوې لنډې رخصتۍ لپاره قونيې ته د مولانا زیارت لپاره ولاړم او په سرویسونو کې مې سفرونه وکړل، راته ښکاره شوه چې په دې ۳۹ کالو کې ډېر توپیر راغلی او خوشحاله شوم.

خو د کودتا د شپې سرګذشت زه دې پرېکړې ته ورسولم چې د ترکانو په ذهنیت کې هېڅ تغیر نه دی راغلی او څه چې شوي دي، سر سري ډیکور دی او ممکن یو دلیل هم همدا وي چې اروپایان ترکان د ګډ بازار په غړیتوب نه مني او په مقابل کې اروپایي هېوادونه، کله بلغاریه،رومانیه، هنګري، پولنډ بې له کومې ستونزې د شوروي له سقوط نه وروسته، یو په بل پسې د ګډ بازار غړي شوي دي. دا چې ترکان مسلمانان دي ښايي بل دلیل هم وي؛ ځکه د یوګوسلاویا نه جوړ شوي مسلمان هېوادونه او البانیه هم د ګډ بازار نه د باندې دي. خو پر ترکانو شرطونه چې د اروپا ګډ بازار ایښي، سربېره د هغه په عملي کېدو بیا هم د دې لایق نه دي ګڼل شوي چې د اروپا د ګډ بازرا غړیتوب تر لاسه کړي.نو د کودتا د شپې عملي تجربه چې ما ولیدله ښايي بل علت وي چې د ترکانو اروپایي کېدل د یو هېواد په صفت به ډېر وخت وغواړي.

په میدان کې وروسته د هوايي بمباریو او ځینو ډزونه د میدان مامورینو او د دوکانونو او مغازو کارګر ټول په بیړه له میدان نه په وتلو شول او د هغو په آخر کې د میدان لوړ پوړي مامورین هم ووتل، ټولې مغازې او رسټورانټونه بې سرپرسته پاتې شول او هم زموږ مسافرو لپاره، داسې څوک نه و پاتې چې معلومات را کړي چې څه روان دي؟

ځینو ماشومانو او مېرمنو ډوډۍ غوښتله؛ خو رسټورانټونه او د کافي څښلو ځایونه خلاص پاتې وو؛ خو څښتن یې نه درلود. نو هر چا د خپل ضرورت پر اساس ډوډۍ او اوبه راواخیستې چې ماشومان او میندې یې خپله لوږه پرې رفع کړي. خو هېڅ مسافر د زرهاو ډالرو سامانونه چې بې سر پرسته پراته وو، هېڅ شي ته لاس هم ور نه وړ. ما ته څرګنده شوه چې د الوتکو د لارې مسافر، د یوې نسبتاً لوړې طبقې خلک وي چې غلا او سؤاستفادې ته یې حتی فکر هم نه اوړي.

په هر حال د شپې په دوه بجو د یونیم زرو په خواوشا کې ځوانان په مظاهره هوايي ډګر ته راننوتل او د اردوغان په طرفدارۍ یې شعارونه ورکول. نه پولیس یا عسکر او یا کوم بل څوک وو چې له هغو نه د پاسپورټ، ویزې او ټکټ پوښتنه وکړي، دا ځوانان چې د ډېرو مسافر و لخوا هم تشویقېدل، یو نیم ساعت زیات ښکته او پورته په میدان کې وګرځېدل او بېرته ووتل.دلته د سهار درې نیمې بجې وې چې ډول، ډول فکرونه راته پیدا شول، ترکان وروسته له شپږو کودګانونه دومره بیداره شوي دي چې د اردوغان یوازې د CNN د سکایپ له یوه پیغام نه چې خلکو نه یې وغوښتل، چې کوڅو او سړکونو ته را ووځي.

دا دی د شپې په دو بجو له خواږه خوبه را پاڅېدل، تر میدان پورې هم را ورسېدل او که دا خلاص دوکانونه د میدان نه د باندې  وي ښايي ټول چور او تالان شوي وي؛ خو لاریون کوونکو هم، هېڅ شي ته بې د لاس غزولو نه د شعار په ورکولو بېرته ووتل.

بل فکر مې د هوايي ډګر د مامورینو د بې مسوولیتۍ په هکله و چې له مسافرو نه ډک ډګر او ډک دوکانونه یې بې سر پرسته پرېښودل او وتښتېدل. د یوه نړیوال میدان لا اقل لوړ رتبه مامورین هر چېرته د داسې پېښو لپاره تربیه کېږي چې باید څه وکړي او څنګه د خپلو مامورینو او مسافرو روحیه ژوندۍ وساتي. بر خلاف هېڅوک نه وو چې زموږ پوښتنو ته ځواب ووايي. میدان نه “وای، فای” درلود او نه انټرنیټ او نه هم د تلویزیون کومه پرده هلته وه چې په خپله خبر شوي وای. نه څوک د دې مامورینو نه پاتې و چې د میکرفون له لارې خبر راکړي او په جریان کې مو وساتي.

نو آیا! یو هېواد چې د نړیوال ډګر مامورین یې له ښکته نه تر سر پورې دومره بې کفایته وي او هغی تکاملي مرحلې ته چې اروپایان رسېدلي، لا ورنېږدې هم نه وي، د اروپا د بل غړي هېواد په صفت و منل شي؟

کودتا بیله موضوع ده او زما نظر دا دی چې اروپایانو او امریکا غوښتل، دا اسلام پال فتح الله ګولن چې په افغانستان کې هم د افغان- ترک مکتبونه لري او د اردو د جنرالانو په زور حکوت له منځه یوسي؛ خو رجب طیب اردوغان، زیرک سیاست پوه دی او هغه پوهېږي چې غربيان دی نه خوښوي او غواړي چې ۵۰ کاله نور هم په ترکیه کې د اسلام دروازه وتړل شي.

په خپله ګولن چې د امریکې د پنسل وانیا په ولایت کې د ۱۹۹۹ نه را په دېخوا اوسېږي، نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې په اوله جمله کې وايي: “ښايي دا کودتا په خپله رجب طیب اردوغان کړې وي.”یعنې چې خپل محبوبیت زیات کړي او په بله جمله کې بیا وايي: “زه یو مذهبي سړی یم؛ تر څو چې ثبوت ونلرم پر چا تهمت نشم لګولی.”

اردوغان له امریکې نه وغوښتل او  خارجه وزیر جان کیري ویلي که ترکیه د ګولن برخه په دې کودتا کې په ثبوت ورسوي، موږ به یې بېرته ترکیې ته ولېږو. خو د دې نه هم قوي ثبوت د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند له خولې را ووت: “اردوغان دې داسې فکر ونکړي چې د کودتا ناکامېدل، ده ته یو سپین چک لیکل دي” یعنې دا ځل که مو ونه پرځولی بل ځل به د دې نه هم ښه تیاری درته ولرو…

زما په فکر زموږ افغانان چې اوس د ۵۰ زرو نه تر میلیونو ډالرو پورې چې د ویزې له لارې ترکیې ته ځي او هلته سرمایه ګزاري کوي او کورونه اخلي، بالاخره به د ترکانو له ذهنیت نه خبر شي او پخپلو ښو به پښېمانه وي. د افغانستان د پیسو په ایستلو زموږ ملک ته نور اقتصادي کړاونه هم خلق کړی. ځکه په میدان کې د کودتا په دوهمه ورځ چې ځینې مامورین او د مغازو کارکوونکي بېرته راغلل په تعجب سره به یې خپل مالونه چک کول او مسافرو ته به یې هم لیدل. ځینو د کانونو نه د پولیسو په شان ډول، ډول فیتې لګلوې. ځینې نور نه پوهېدل چې د دوی خلاص دوکانونه خلاص او که ویې تړي.

کله به چې موږ مسافرینو د راستنو مامورینونه پوښتنې پیل کړې، چې په دوهمه ورځ مې کودتا نا کامه اعلان شوی وه، موږ ته لا هم معالومات نه راکول او یا به یې ویل چې په انګلیسي نه پوهېږم. یو چا په قهر ورته وویل چې په انګلیسي چې نه پوهېږې په دې نړیوال ډګر کې څه کوې؟ زموږ افغانان هم که ترکي زده نه کړي د داسې بې مسوولیته خکو سره به مخامخ شي او که بده ورځ هم راغله، لومړی قرباني به هم بهرنیان وي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

لکه چې دنبي ککا د BBC تقاعدي ډېره کمه ده او ګذاره یې نه پرې کيږی نو لدې کبله یې د CIA په مېلمستون کې د
درواغجن او لاپوک غني انترپولوګ حنګ ته خپله بستره اواره کړې او کور ړک ورته وهي !
نبي جان خو د طالبانو په وخت کې له طالبانو سره کور ړک واهه ! هی هی پښتو چېرې ؟ غيرت چېرې زمانه ډېره خرابه
شوه !!
نالت په فاسد رژيم او اشغالګرو !

غوربندي
میلمه
غوربندي

یاره سپین ږیریه

د لیکنې له محتوی دې وپوهېدلم چې ولې یې د ناټو غونډې ته انتخاب/بللی یې.

نن سبا جواسیس خورا ډیر قسمونه او دلچسپ القاب لري.