ادبي لیکني

ج، دريم: اجمل ښکلی

اجمل ښکلی

که څو درېيم ټولګي وي، په دري کې يې د تشخيص او بېلولو لپاره د (سوم الف، سوم ب، سوم ج، سوم دال) ترکيبونه کارېږي. په پښتو کې د نورو توصيفي ترکيبونو غوندې دا هم سرچپه راځي:

الف درېيم، ب درېيم، ج درېيم، دال درېيم

توصيفي ترکيبونه هم په نوميزو غونډونو کې راځي؛ خو له توصيفي ترکيبونو سره د دې اسمي ترکيبونو توپير دا دی، چې دلته د ترکيب دواړه برخې نومونه دي یا نوم د صفت کار ترسروي، ګنې د جوړښت توپير يې نه کېږي.

الف، ب، ج، دال او… دلته د تورو نه د تشخيصوونکو نومونه کار ترسروي، ځکه ورته نومونه وايو.

په توصيفي ترکيب کې صفت د موصوف کيفي ځانګړنې ښيي؛ خو دلته يو نوم بل نوم له عموميت نه راوباسي او مشخص کوي يې.

د تشخيص همدا کار دلته پوړ نوم هم ترسره کړی. (ټولګی) عام نوم دی، خو پوړ نوم يې راته د عددي دندې له ترسرولو سره سره مشخصوي هم:

لومړی ټولګی، دويم ټولګی، درېيم ټولګی، څلورم ټولګی

په پښتو کې د عددي او توصيفي ترکيب جوړښت يو راز دی. په توصيفي ترکيب کې هم اول صفت راځي، بيا موصوف يا ستايلی او دلته هم لومړی عدد بيا معدود؛ نو د اضافت د (دال) په ورزياتولو ترې د اضافت ترکيب جوړول سم نه دي:

د دويم ټولګی، د درييم ټولګی، د څلورم ټولګی، د پينځم ټولګی: ناسم دي.

که دا سم وګڼو، مطلب دا چې د ترکيب دويم ټوک يا جز(ټولګی) د نورو ژبنيو توکونو(عناصرو) لکه سربلونو او صفتونو ته اجازه ورکوي،چې د دې عددي ترکيب ترمنځ ورننوځي:

د درېيم په ټولګي کې مې درس دی

وينو، چې په پښتو کې عدد ترکيب د اضافت(د) نه مني.

څرنګه چې د دري( زن افغان) په پښتو کې په (د افغان مېرمن) نه، بلکې (افغان مېرمن) ژباړو. دغسې (صنف دوم، صنف سوم، صنف چهارم) هم په (د دويم ټولګی، د درېيم ټولګی، د څلورم ټولګی) سم نه دی.

لوستونکی به حيران وي، چې موږ ولې پښتو ته د دري له سترګيو ګورو؛ خو دلته زما موخه يواځې پرتله ده، چې لوستونکی د پرتلې په مټ په اسانه پوهېدای شي.

د اسمي توصيفي ترکيب پر ځای د اضافي ترکيب په بڼه د ( د دويم ټولګي، د درېيم ټولګي، د څلورم ټولګي او…) د ناسموالي يوه نښه دا هم ده، چې موږ د اضافت (د) په (لومړي) کې نه شو ورزياتولی. د (لومړی ټولګی) پر ځای (د لومړي ټولګی) ناسم دی.

خو موږ ولې په (ج درېيم ټولګی) کې (ټولګی) غورځوو او يواځې (ج درېيم وايو)؟

ځکه چې کله د متکلم او مخاطب ترمنځ د خبرو قرينه موجوده وي، بل دا چې په پښتو کې له پوړيز عدد سره (الف، ب، ج او دال) يواځې د ټولګيو لپاره کارېږي؛ نو لوستونکی يا اورېدونکی يې نه غلطوي او څه نا څه د يوه پاخه ترکيب کار ترسروي.

دا کټګورۍ، عدد او ټولګی که سره يوځای شي، هم د جوړښت له پلوه توصيفي ترکيب ته ورته سوچه نوميز ترکيب جوړوي او د اضافت (د) ورسره نه کارېږي، ځکه چې د اضافت خصوصيت نه لري:

الف درېيم ټولګی، ب درېيم ټولګی، ج درېيم ټولګی، دال درېيم ټولګی

ګرامر راته د ژبې د ځانګړنو د بيان له مخې وايي، چې څو غونډه په يو بل کې ورننوځي او ښايي يو توک په دوو مزج شويو ترکيبونو کې دوه يا څو دندې ترسره کړي. په ورته وخت کې موصوف، معدود او مضاف اليه وي:

د شنه چاپېريال ګټې.

په دې بېلګه کې (چاپېريال) د (شنه) لپاره موصوف او د (ګټې) لپاره مضاف اليه دی.

خو په (الف درېيم او…) بېلګو کې (الف) د (درېيم) لپاره مشخصوونکی او (درېيم) د (ټولګي) لپاره مشخصوونکی پوړيز عدد دی. د (درېيم ټولګی) ترکيب د يوه ساده نوم غوندې د (الف، ب او..) لپاره اسمي موصوف راغلی دی. په دې دواړو حالتونو کې عددي او تشخيصي حالت شته؛ خو د اضافت خصوصيت نشته.

د دري يوه بېلګه راوړو:

طفل ګدايي ګر افغان

په دې بېلګه کې د دري د نورو اسمي، توصيف او اضافي ترکيبونو غوندې د لومړيو دوو کلمو په پای کې زېر(کسرې) وينو؛ خو پوهېږو، چې (افغان) د تشخيصي صفت او (ګدايي ګر) د کسبي صفت دنده ترسره کړې او د اضافت امکان نشته؛ نو که په پښتو کې همدا غونډ ليکو، څرنګه چې اضافي ترکيب نه دی، د اضافت د (د) اړتيا نه انګېرو:

خيرمار افغان ماشوم

په دې بېلګه کې (خير مار) ځکه سر ته راغلی دی، چې د (افغان ماشوم) توصيف کوي؛ نو که د اضافت(د) ورکړو او اضافي ترکيب ترې جوړ کړو، مانا يې اوړي.

که د يوه مشخص ټولګي محصلينو ته اشاره کوو يا څه ورزياتوو، بيا د اضافت (دال) ورسره کارولی شو:

د الف درېيم ټولګي محصلين

د ب(بې) درېيم ټولګي شقې

د ج(جيم) درېيم ټولګي څوکۍ

د دال درېيم ټولګي لياقت

 په دې حالت کې (الف درېيم ټولګی او…) د غونډ نه، بلکې د يوه نوم غوندې د مضاف اليه دنده پر غاړه اخلي.

پوښتنه دا پاتې کېږي، چې زموږ ذهن ولې په دې نه خلاصېږي، چې که يو څيز په څو کټګوريو ويشلی وي، مشخصوونکی ترې بايد مخکې راشي، که څو درېيم ټولګي وي، بايد الف، ب، ج، دال او… مخکې راشي؟

د دې پوښتنې ځواب دا دی، چې موږ په ګړنۍ ژبه کې داسې بېلګې ښايي نادرې ولرو. له موږ نه دا د علمي اړتيا او علمي ژبې غوښتنه ده، نو څرنګه چې په ګړنۍ ژبه کې بېلګه نه لرو، پښه نيولي شو. که څو وحيدالله وي او څوک رانه پوښتنه وکړي، چې کوم وحيدالله يادوې؟ ورته وايو، ډاکټر وحيدالله ښيم. دلته (ډاکټر) د تشخيصي صفت کار ترسره کړ.

پر(الف، ب، ج او… درېيم ټولګی) باندې د پوهېدو يوه اسانه لار دا ده. چې که څوک درته ووايي، چې کوم درېيم کې يې؟ ته ورته وايې، ب درېيم ټولګي کې يم. مطلب دا چې په الف، ج، دال او… درېيم ټولګي کې نه يم.

په (الف درېيم، ب درېيم او…) کې تشخيصوونکی درېيم نه دی، چې تر (الف، ب، ج او…) يې مخکې کړو، بلکې (الف، ب، ج او دال) مشخصوونکي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x