افغانستان

کابل: پر لاریون چاودنو ۲۹ تنه وژلي تر ۱۵۰ زیات ټپيان دي

نن ټکی اسیا ( شنبه، زمری ۲مه، ۱۳۹۵ل): د افغانستان په پلازمینه کابل کې د دهمزنګ په څلور لاري کې د جنبش روشنايي پر لاریون چاودني وشوې چې له امله یې د روغتیا وزارت په وینا ۲۰ تنه مړه او تر ۱۵۰ زیات کسان نور ټپيان شوي دي. بل خوا یک تلویزون د ځینو نورو سرچینو په حواله ویلي چې تر اوسه ۲۹ تنه وژل شوي.

ولسمشر اشرف غني دغه پيښه غندلې او ویلي چې ټپيان به مجهز روغتونونو ته د تداوي لپاره ولیږل شي.

په لاریون کې ګډونوالو لومړی رسنیو ته وویل چې چاودېدونکي توکي د ایسکریم خرڅولو په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوي وه، خو وروسته طلوع تلویزون د لاریون کوونکو په حواله وویل چې چاودنه د سرتیرو بریدګرو په واسطه تر سره شوه چې شمېر یې ۳ تنه وو، دوو کسانو ځانته چاودنه ورکړه او دریم کس د پولیسو له لوري تر چاودني مخکې ووژل شو.

تر اوسه د پيښي په اړه پوره جزئیات نه دي مالوم، او نه هم کومي ډلي ددغه چاودنو پړه پر غاړه اخیستې.

د سیاسي او امنیتي چارو کاروپوه احمد سعیدي په طلوع نیوز کې په دې اړه په خپله تبصره کې وویل چې داسي خبر شوی، د کابل ګارنیزون چارواکو تېره ورځ پر لاریون د احتمالي چاودنو په اړه انديښنه ښودلې وه او پر همدې اساس نن ورځ ددغه لاریون لپاره پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي وه. نوموړي وویل که چیري دوی خبر وه نو ولي مخنیوی نه کوی.

د کابل امنیتي چارواکو د لاریون امنیت خوندي کولو په خاطر تیره ورځ ټولي لاري د کانتینرونو په واسطه تړلي وي او کلک امنیت یې نیولی وو.

د هزاره مشر مزاري لور زینب مزاري پر خپل فیسبوک پاڼه باندي هزاره لاریون کوونکو ته ویلي چې د لاریون له ځایه دي نه ځي، پر خپل ځای دي تر هغو پاته سي تر څو چې غوښتني منل شوي نه وي.

هغې په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې په دغه چاودنو کې حکومت لاس لري.

د جنبش روشنايي ګوند دغه لاریون نن په کابل کې ددې لاره پيل کړی وو تر څو د حکومت څخه وغواړي چې د ترکمنستان برېښنا د سالنګ پر ځای د بامیانو پر ولایت کې تیره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x