افغانستان

طالبان: د کابل چاودنو کې لاس نه لرو، غندوو یې

نن ټکی اسیا ( شنبه، زمری ۲مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې په کابل کې ننۍ پيښه وغندله او ویې ویل چې دوی غواړي واضحه کړي، چې «د اسلامي امارت مجاهدین په دغه پيښه کې هیڅ ډول لاس نه لري.»

نوموړي ویل: «په عین حال کې موږ د ولس ترمنځ د بدبینۍ هرهغه هڅه په کلکه محکوموو چې، ملت په قوم، ډله او جهت سره ویشې او بیا يې سره جنګوي، دا ډول پيښې د هیواد دغلیمو کړیو کار دی او خورا بد اقدام دی.»

نن له غرمي وروسته په کابل کې د هزاره لاریون کوونکو په منځ کې دوې پرلپسې چاودني وشوې چې له امله یې د وروستیو شمېرو له مخي ۲۹ تنه مړه او تر ۱۵۰ زیات نور ټپيان شوي دي.

ولسمشر اشرف غني دغه پيښه وغندله اووې ویل چې فرصت طلبه تروریستانو له دغه فرصته استفاده وکړه او خپل شوم پلانونه یې عملي کړه.

بل لوري ته د هزاره مشر مزاري لور زینب مزاري پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د چاودني تر شا دحکومت لاس دی، هغې د لاریون کوونکو څخه غوښتي چې د لاریون ساحه خوشي نه کړي او د مخکنۍ پریکړي سره سم تر څو چې غوښتني نه وي منل شوي په اوږده اعتصاب لاس پوري کړي.

د جنبش روشنايي ډله غواړي چې حکومت دي د ترکمنستان د بریښنا مزی د سالنګ پر ځای پر بامیانو تیر کړي او د همدې لپاره یې نن یو ځل بیا په لاریون لاس پوری کړی وو چې په زرګونو ځوانانو، ښځو او ماشومانو ګډون په کښي کړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x