نړۍ

چين : سېلابونو لسګونه کسان وژلي او ۱۶ ميليونه بې ځايه شوي

نن ټکی اسیا ( شنبه، زمری ۲مه، ۱۳۹۵ل): د چين په مرکزي او شمالي ولايتونو کې د سېلابونو او ځمکي ښويدو له امله لسګونه کسان وژل شوي او ميليونونه وګړي د سيمي پرېښودلو ته اړ شوي.

ويل کيږي په يادو سېلابونو کې ۱۵۴ کسان وژل شوي ، ۱۶ ميليونه له خپلو سيمو وتلي او زيات شمېر ورک شوي.

د سېلابونو له امله د چين کورني اقتصاد ته لږ تر لږه درې ميليارد ډالره زيان اوښتی او زياته اندازه کرڼیزه ځمکه ويجاړه شوې.

د چين رسمي خبري اژانس ( شينخوا ) ويلي يوازي په شمالي ولايت هيبي کې ۵۰۰۰۰ کورونه نړېدلي او شاوخوا اته ميليونه وګړي اغېزمن شوي همدا راز د چين په مرکزي ولايت هينن کې ۱۵ تنه تېزو بادونو او تالندي وژلي.

د پسرلنيو اورښتونو له امله په روان کال کې ناسمي هوا او سېلابونو تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه کړي.

د چين حکومتي چارواکي وايي ځپل شويو کسانو سره مرستي پيلوي خو خلګ له خپل حکومت څخه ځکه خواښيني دي چې د سېلابونو له اټکل وړاندي په خبر ورکولو کې پاته راغلي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x