افغانستان

داعش د کابل نننۍ چاودنو مسئولیت ومانه

نن ټکی اسیا ( شنبه، زمری ۲مه، ۱۳۹۵ل): د عراق او شام اسلامي دولت «داعش» ډلې چې د حکومت د پټ ملاتړ شک پرې کیږي، د کابل نننۍ چادونې ځان ته منسوب کړې او ویلي یې دي چې هدف یې د «شیعه ګانو» لاریون وه.

داعش ته منسوبې انټرنټ پاڼې دواړه چاودنې د «باروتي واسکټونو په واسطه رامینځ ته شوې» بللي او زیاته کړې يې ده چې د دوی دوه تنو جنګیالیو د شیعه ګانو په مینځ کې ځانونو ته انفجار ورکړ.

داعش ډله په داسې حال کې د نننۍ پېښې مسئولیت په غاړه اخلي چې د چاودنې په ځای کې عیني شاهدانو په افغان دولت تور پورې کړی چې د پېښې تر شا لاس لري.

د ننني لاریون یو تن ګډونوال «حسین رامز علي زاده» وايي چې تر چاودنې وړاندې ټولو امنیتي ځواکونو سیمه پرېښوده او د آیسکریم ګاډیو ته یې اجازه ورکړه چې د لاریون مینځ ته ورننوزي.

نوموړی په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي: «پېښه هیڅکله انتحاري نه وه، چاودېدونکي مواد مخکې له مخکې د ایسکریم په ګاډۍ کې ځای په ځای شوي وه، د چاودنې اصلي عامل پخپله دولت دی».

له بلې خوا د جنبش روشنايي ډلې د رهبري شورا غړی «محمد نعیم نظري» هم د داعش لخوا د پېښې مسئولیت منلو ته د شک په سترګه ګوري. نوموړي که څه هم دولت ته مستقیما ګوته نه نیسي او تحقیقاتو ته انتظار غوره بولي، خو وايي چې داعش په یوازې ځان د داسې چاودنو وړتیا نه لري. ښاغلي نظري له یو کورني تلویزون سره په خبرو کې وویل: «دا سمه ده چې داعش یې مسئولیت په غاړه اخیستی، خو پوښتنه دا ده چې داعش څرنګه د لاریون مینځ ته ورسېد؟».

د یادونې وړ ده چې نن له غرمې وروسته کابل په دهمزنګ سیمه کې د هزاره ګانو د لاریون په مینځ کې دوه پرلپسې چاودنې وشوې چې له امله یې د وروستیو شمېرو له مخې ۶۱ تنه مړه او تر ۲۰۷ زیات ټپيان دي.

طالبانو پېښه غندلې او هغه یې د «هیواد د غلیمو کړیو» کار بللی، چې په وینا یې، ملت په قوم، ډله او جهت سره ویشې او بیا يې سره جنګوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak khan

دا مسؤ لیت داعش نه لطیف أتمر په غاړه واخست: داعش دأتمر دنوي وحشيت ا و (زاړه خاد) نوي نوم دی،

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x