زموږکلي اوبانډې، ( شپږمه برخه )، دروښان لیسه

زموږکلي اوبانډې

شپږمه برخه

د روښان لیسه

درنو لوستونکو !

موږ دمهترلمک په ښوونځی کې ترشپږم ټولګي پورې درس اوتعلیم وکړ، کله چې دشپږم ټولګي څخه فارغ او شهادت نامې موتر لاسه کړې نو د زده کړې د ادامې په مقصد زموږ ټول اسناد او سوابق دمهترلمک د لمړنۍ ښوونځی د ادارې له خوا روښان لیسې ته ولیږدول شول او هلته په اوم ټولګي کې شامل او د نورو نویو استادانو او همصنفیانو سره اشنا شولو

۰

د روښان لیسه چې په هغه وخت کې په لغمان کې یوا ځینۍ لیسه وه د مهترلام د ښار په مرکز کې یې موقعت درلود چې دډیرولرې ځایونوڅخه لکه دالیشنګ اوالینګاردولسوالیو، شمنګل

،عمرزایي ،چهاردهي، دقرغیو ولسوالۍ، مندروړ اونورو ولسوالیو، علاقه داریودکلیو اوبانډو څخه ورته زده کوونکې د درس او تعلیم لپاره راتلل، چې ورسته بیا د زده کوونکو دمشکلاتو په نظرکې نیولوسره په سنګره، قرغیو ،او مندروړ کې نورې لیسې جوړې شوې چې ددې لیسو په جوړیدلو سره د شاګردانو ستونزې نسبي کمی او هرچا کولی شوچې په خپلو نژدې سیموکې خپل زده کړې اوتعلیم ته ادامه ورکړي۰اکثرا شاګردان ښوونځی ته پلی یاپه بایسکل راتلل،د ترانسپورت امکانات ډیر لږو خلکوته میسر وه ۰

دروښان لیسه ډیره پخوانۍ لیسه ده چې تعلیمی سویه یې دمجربواستادانو په لرلو سره ډیره لوړه وه اوډیر فارغان یې لوړ دولتي او علمي مدارجو او منصبونو ته رسیدلي دي۰

پدې ليسه کې ډير زده کوونکي په تعلیم بوخت وه ، هرې دوره یې درې یاڅلور ټولګي درلودل د مثال په توګه د اوم ټولګي به داوم الف، بې ،جیم او یا اوم دال په نامه یادید ل ۰

د روښان لیسه د حیدر خانیو دکليوالي او دمهترلمک دلمړني ښونځیوپه پرتله ډیر توپیر درلود، صنفونه نسبی مجهز وه ، په هر صنف کې دټغرونو په ځای میز اوچوکی وې، زده کوونکي به په منظم وخت په دریشۍ کې ښوونځی ته راتلل،په ښوونځی کې ملي او نړیوالې ورځې لکه د د ښوونکی ، آزاد ی ، د مـور او نورو تاریخی ورځو لما نځنه کیده ،ښکلې ډرامې به جوړیدلې چې شاګر دانو او استادانو به پکې فعاله ونډه درلوده ۰ دروښان لیسې استادان هریو ښاغلی عظیم خان ، ښاغلی مولوی صاحب طاهر خان چې په خطیب مولوی مشهور وه، ښاغلی ستار خان ، ښاغلی متین خان ، ښاغلی خانګل خان ، ښاغلی ضیاو الحق خان ښاغلی عبدالررزاق خان او ډیر نوردقدروړ استادان وه چې همیشه یې دشاګردانو سره په درسي مشکلا تو کې مرسته او همکاري لرله۰

سیاسي کړ ۍ اوګوندي فعالیتونه :

درنو لوستونکو !

کله چې موږ به د ښوونځی څخه رخصت شو، نو زده کوونکي به ډلې ډلې د کور په لور روان شول او په لاره کې به دیني، علمي ، سیاسي اواجتماعي بحثونه کیدل۰

دشـاګردانو یو ې ډلې به د درسونو پـه برخه کې یو دبل سره مرسته کوله ، په ځانګړ ې توګه دلـوړو تولګیو زده کوونکو د اوم او اتم تولګیو د زده کوونکو سره۰

بلې ډلې به علمي او فلسفي بحثونه کول اویوشمیر نورو به بیا سیاسي بحثونه کول چې دمشخصې

موضوعګیرۍ یا ایډیالوژۍ لپاره یې کار کاوه، هغو به دکلو،بانډو ،ولایاتو ،مملکت او په سیمه کې دخلکو حکومتونو اوسیا ستونو په اړه خپل نظر څر ګنداوه ، چې اکثر ا دا بحثونه په هیواد او نړ ۍ په کچه د فقر،بدبختۍ او بیعدالتۍ په مدارڅرخیدل ۰

یو ې ډلې به دیــوې سیاسي ایډولوژي څخه او بلې به بیا د بل سیاسي دریز او موضوعګیرۍ څخه دفاع کوله۰ ددې حا لت څخه داسې معلومیده چې مختلفو پا رټیواوګوندونو دځوانانو په مینځ کې دخپلو صفوفودتـــقویې په مقصد کار شروع کړی وه۰

دا بحثونه په زړ ه پورې په دې وه چې هر ډلې به په هیواد کې د بدبختیو عوامل په مختلفو نظرونو تحلیلونو او د یدګاهو کې څیړل او ځوانان یې په هیواد کې دیوې عادلانه ټولنې د مینځ ته راتګ په مقصدمبارزې ته را بلل او په همد ې ډول به یې دخپلوعلاقې وړ پارټۍ او تنظیمونوکې تنظیمول۰

ځینو بیا داسلام مقدس دین ته د خدمت په منظور او په وطن کې د اسلامی اصولودتدبیق په مقصدخلک جهاد ته را بلل او ددې ټولو بد بختیواصلي لامل یـــې اسلامي اصولودنه مراعت کیدو دلیل باله اوخلک یې ددې مقدس هدف دعملي کولوپه مقصدپه اسلامي لیکوکې تنظیمول او کفرسره یې دجهاد نارې پــورته کړې وې۰

ځینو نورو بیا د مارکس او انګلز د ایډولوژۍ طرفداران وه چې هغوی ددې بدبختیو اصلي لاملونه په وطن کې د طبقاتي ژوند موجودیت باله او داسې یې تحلیل کاوه چې موږ باید زیربنا یا اساس ته تغیر ورکړو، اوپه وطن کې دعادلا نه اوانساني ټولنې د راوستلو لپاره کار وکړو او دهمدې هدف لپاره یې خلک طبقاتي مبارزې ته دصلح امیزه لارې رابلل۰

ځینو نورو بیا د مارکسیستي سیاست په تایدولو سره د قهر امیز سیاست ترفدار و چې د مایوستانوپه نامـه یادیدل، بلې ډلې بیا ددې ټولو بدبختیو عامل د افغانانو په عدم اتحاد کې څرګنداوه او د ټول افغان ملت یووالی اودیو موټي افــــــغانستان د جوړولو ادعا یې کوله او خلک یې اتحاد او اتفاق ته رابلل۰

پــــــه همدې ډول هرسبا او ماسپښین د ښوونځی په لاره کې موږ دداسې بحثونو سره سر او کار درلودچې کله کله به دا بحثونو دومره مصروف ساتلو چې دا لس ، یولس کیلو متره منزل به را ته ډیر ذغرده شو او ستړیا به مو لږه احساسوله۰

په همدې ډول په لغمان اودهیوادپه نوروولایاتوکې دخلکو د پاکو اوسپیڅلو ،ملي ،وطني ،اسلامي اوانساني احساساتوپه ګټه اخستلو سره د سیاسـي پارټیو صفوف ورځ په ورځ تقویه او په هیواد کې د ډلو ، ټپلو ، تنظیمـونو اوګوندونو لپاره تهداب ایښودل کیده چې دیو واحد وطن ، دیــــن او ایین خلک یې په مختلفو ګروپونو پارټیو او تنظیمونو تقـسیم او دنفاق اوبــــــدبختي کندې ته ګذار کړل، چې ورسته بیا ددې فعالیــــتونو نتیجه زموږ هیواد والو په خپل سر سترګو ولیده او احساس یې کړه۰

خوږ ژبی سندر غاړی مرحوم ماجتي

غواړم په دې برخه کې دخوږ ژبي محلي سندرغاړي مرحوم ماجتي چې دلغمــــان دچاردهي په سیمه کې یې هستوګنه درلوده ، دهغه د شخصي ژوند په هکله ستاسو توجه راوګرځوم :

ماجتي چې همیشه یې پاکې جامې په تن اود پالاوۍ لنګۍ شمله به یې نیغه دروله دموسیقي دډیر الاتو لکه هارمونیه ، اکاردیون، ماندولین ،ګیتار،وایلون ،شپیلۍ یا فلوت ،تنبور او نورسره پوره اشنایي او مهارت درلوده چې همیشه به ددغو الاتو دجملې څخه یو ورسره لیدل کیده۰

ماجتي همیشه د خوښیو په محفلونو کې خوږې سندرې کولې چې اکثره سندرې یې دمینې او محبت سندرې وې چې په ډېر سوز او ګداز به یې ویلې ۰

له سندرو څخه یې داسې معلومیده چې هغه به چیرې زړه بایللی وي، او د چاپه پټه مینه کې سوزیږي او همدې مینې دی شاعري ته هڅولی دی، چې په حقیقت کې همداسې هم وه۰ هغه به د خپلې پټې مینې اظهار په سندرو کې داسې کوه :

مین چې شومه په ګل ببو

ستي یې کړمه په سرو لمبو

په رښتیا سره د ګل ببو مینې ماجتي ډیر زوراوه، د هغه دا سندره ډیره مشهوره شوه ، چې ور سته بیا په کابل رادیو کې چې په هیواد کې یواځینۍ رادیو وه ثبته شوې وه او همیشه به د رادیو له لارې اوریدل کیده۰ ماجتي ورسته ددې کړاونوپه نتیجه کې په نا علاجه رنځ اخته شو چې دا نا علاجه مریضی د نری رنځ مریضې وه چې هغه یې د مرګ او نابودۍ لوري ته بیوه۰ داسې رنځ چې د علاج چاره یې نه وه ، هسې چې ورته لازمه وه دمعا لجې او تداو ي امکان یې نه وه برابر ، ماجتي هم دخپل را تلونکي په هکله ښه پوهیده ،هغه په یوه بله سندره کې چې شعریې خپل وه داسې ویل :

افسوس افسوس ځماپه حال چې مې ارمان پاته شو

لکه دګل پــه شان نازک مـــخ د جـــانان پـــــاته شو

د ځنــــــکدن اخرسلګۍ دي ترماراشه اشنا

دا دواړه سترګې مې نیولي ستا دیدن لپاره

د رقیــــــبانوپـــــه لمسون شولې له ماکناره

په اخرت کې زما لاس ستاپه ګریبان پاته شو

لکه د ګل په شان نازک مخ د جانان پاته شو

زنې مــــې وتــړه په لاس دازمــادی وصیت

رابــاندې وایه څــــوکرتــه کلـــمه دشهادت

روح مې دا ستا په انتظاردی رانه غواړي رخصت

زماپـــه زړه کې دا داغونه د هجران پاته شو

لکه دګل په شان نازک مـخ دجانان پاته شو

دجنازی کټ ته مــې چیغه کړه چې لاړی اشنا

سبا دوخــــته پــــه مزارکې راته وکړه دوعا

زماپه شناختې باندې وکـــړه دزړګي تسلا

زمادقــــبرخــــاورې تاته یو نشــــان پاته شو

لکه د ګل په شان نازک مـخ دجانان پاته شو

داستا دسترګوپه ګولۍ زړګی زماشوقلم

ترسترګو اوښکی تویومه سات په سات دم په دم

که راتــــه راکړې دوایــــي دسرولبانوملهم

د ماجتــــي ځینې اخر دغه جــهــــان پاته شو

لکه دګل په شان نازک مخ دجانان پاته شو

دا سندره زموږ په کلیو او بانډو کې ډیره مشهوره شوې وه او ورسته ماجتي دا سندره هم په کابل رادیو کې ثبته کړه چې اکثرا د رادیو له لارې اوریدل کیده۰

ماجتي د نری رنځ په نتیجه کې په ځوانه ځوانی کې ورو ورو خپله روغتیا او صحي حالت له لاسه ورکاوه، د هغه څخه په یومحفل کې چـــا پوښتنه وکړه چې استاذه! صحت مو څنګه دی ؟ هغه په ځواب کې ورته وویل : چې نه مړ یم نه ژوندی ،خو بیا هم کوشش کوم ستاســـــودخوښۍ لپاره څو سندرې درته ووایم او د خـــــپل د زړه خواله تاسو سره په سندرو کې وکړم۰

په رښتیا سره ماجتي خوږ اودمینې ډک اوازدرلودچې دبده مرغه د ژوندکړاونوهغه ته نورموقع ور نه کړه چې دهنرپه هکله څونور ګامونه پورته کړي،اودخپلې مینـې اوارمانوغوټۍ یې خلاصې شي۰

ماجتي د نري رنځ په نتیجه کې ومړ،د هغه مینه وال د هغه جنازې تــه ډیر راغلي وه دهغه جنازه یې د چهاردهې د شاه ګذر بابا په جګې غونډۍ کې خاورو تـه ورسپارله ، نوکله چې خلک د جنازه څخه راوګرځيدل،کلي تــه درسیدوسر ه سم د هغه دا سندره چې :

افسوس افسوس ځما په حال چې مې ارمان پاته شو

لکه دګل په ښان نازک مخ د جــــــانان پـــــاته شو

په هماغه شیبه د رادیوله لارې خپره شوه، خلکو له لرې څخه ددې سندرې په اورید لو نور هــم غمجن شول او دحسرت او تا ثر اوښکې یې تر سترګو تویې شوې، او مرحوم ماجتي یې دخپلو هیلو او ارمانونو سره یوځای خاورو ته سپارلی وه، خدای دې وبښی او روح دې ښاد او آرام وي۰

———————

نور بیا

سمیع الدین افغاني



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.