نظــر

ګلمرجانه یې نه مني

حبیب مجاهد

تاسو به هم وایاست چې څرنګه مې د نر ګلمرجان په ځای د ښځینه ګلمرجانې یادونه کړې چې ها د چا خبره د ( لانسلم ) په غونډۍ ناسته ده او وایې چې نې منم، نې منم او په خدای که یې ومنم. . .

حیرانیږئ مه، دا ځل خبره د ګمرجان یعني ډاکټر عبدالله اړوند نه ده، بلکې خبره د ګلمرجانې( ازادۍ راډیو) په اړه ده چې تر لمر ښکاره حقائق نه مني اود څکالي غوندې ترې انکار کوي.

طالبانو د هیواد په شمال کې غټه پټه ولسوالي نیولې، دا څوومه ورځ شوه چې قلعه زال ولسوالي مکمله د طالبانو په لاس کې ده،د قلعه زال اطراف او کلي خو له تیر کال راهیسې دطالبانو په واک کې و او یوازې په مرکز کې یي حکومتي قواوو د واک کوچنۍ جزیره درلوده، اما له تیرو دریو ورځو راهیسې چې طالبانوپه یوه توپاني برید سره د قلعه زال د مرکز په شاوخوا کې د اربکیانو پوستې او په تعقیب یي د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ ونیولې، حکومتي عسکر ډیری مړه او ټپیان شول اوپاتې یې له سیمې په تیښته خلاص شول.

د قلعه زال د مرکز په سقوط سره اوس دا ولسوالي مکمله د طالبانو لاس ته ورغلې، طالبان د ولسوالۍ په لراوبر کې له حکومتي رینجرو او ټانګونو سره لیدل کیږي او د ولسوالۍ په مرکز یي سپین بیرغ پورته کړی دی.د کندز دولتي چارواکي چې په ټولو ولسوالیو کې له ورته حالت سره مخامخ دي، تیره ورځ یې د قلعه زال د بیرته نیولو لپاره یوه ناکامه هڅه وکړه او یو شمیر قواوې یي دې ولسوالۍ ته ولیږلې، اما حکومتي قواووې د طالبانو له داسې پریکنده مقاومت سره مخ شوې چې له درنو تلفاتو ګاللو وروسته یې ایله په منډه ځان بیرته مرکز کندز ته ورساوو.

د کندز دولتي چارواکي د قلعه زال بایلل مني او په پارلمان کې د کندز وکیلان خو حتی د تیر کال په شان د کندز د مرکز د سقوط خطرزنګ هم ټنګوي،د طالبانو لخوا د قلعه زال د نیولو حقیقت له هغه وروسته انکار ناپذیر شو کله چې تیره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته مستنده ویډیو ولیږله چې په کې طالبان د قلعه زال په مرکز واکمن ښکاري.

اما له دې ټولو حقائقو او د چارواکو له منښتې سرسره یې د مطبوعاتي نړۍ ګلمرجانه ( ازادۍ راډیو) نه مني. متل دی وایي له ښاره زه راغلم او له نرخه ته خبر یې. د کندز په ولایت کې طالبان او دولتي چارواکي میشت دي مګر د قلعه زال له وضعیت نه د خبرلرلو دعوه ازادۍ راډیو کوي. ازادۍ راډیو د اجیر حکومت په پلوۍ کې دومره سپین سترګې او له مطبوعاتي آرونو سرغړانده ده چې له تیرو دریو ورځو راهیسې پرته له سند څخه وچ په دروغو تبلیغ کوي چې طالبانو د قلعه زال ولسوالي نه ده نیولې.

دا چې په دې او دې ته ورته موضوعاتو کې ولې د غربي مرضي رسنیو کاسه همیشه له آشه ګرمه او نګه دروغو ته یي ملاتړلې وي، علت یي دادی چې همدا اوس د ع او غ رژیم یوازې د همدې غربي تبلیغاتي پشتوانې په زور ولاړ دی او کنه نو دنړیدلو مقدمات یي ټول پوره شوي دي.

ازادۍ راډیو او نورې غربي رسنۍ پوهیږي چې که په همداسې وچو تبلیغاتو او دروغو د شړپیدلي نظام ننګه ونه کړي نو دنظام ځواکونه به په بشپړه توګه مورال وبایلي چې بیا به د وضعیت کنټرول د هیچا د وس کار هم نه وي.

د ازادۍ او نورو غربي رسنیو لخوا شاید د حکومت دا ډول رسوا ننګه دوی ته یوه تاکتیکي او لنډ مهاله بریا ولري اما په ستراټیژیک لحاظ دغه ډول چلند ددې رسنیو ټول اعتبار په صفر کې ضربوي چې بیا به یي خلک د ازادۍ راډیو په شان د رسنیو ګلمرجانه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اافغان

مجاهد صاحب ، تاسی چه په نوم ازادی رادیو ته د ګلمرجانی نوم یاد کړی ، په دی معنی چه ټول خلک د حقایقو په خوا ولاړ سپین ته سپین او تور ته تور وایی مګر ګلمرچان یا ګلمرچانه یی نه منی ، ماته د هغه کم عقل قیصه راپه یادوی . یو کم عقل د چا سره کومه دعوی لرله محکمی ته تللی وو کله چه د محکمی له فیصلو اورولو چه دی یی ملامت کړی وو کورته راستون شو میرمن یی تری د فیصلی په اړه وپوښتل کم عقل خبل میرمنی ته وایی ړعوی می وګټله ، میرمن… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x