
سوریه کي د حزب الله ډلي لوړ پوړی قومندان وژل شوی
نن ټکی اسیا ( شنبه، زمری ۲مه، ۱۳۹۵ل):دسوریي په قلمون کي د لبنان د حزب الله د ډلي یو تن لوړ رتبه قومندان اسماعیل احمد زهري وژل شوی دی .
د جیش الحر په نوم د بشارالاسد د مخالفینو یوي ډلي ویلي دي چي اسماعیل احمد زهري هغه مهال ددوی له لوري په نښه شو چي موټر کي يي سفر کاوو .
ویل کیږي چي زهري د حزب الله ډلي له بنسټ ایښودونکی څخه وو ، نوموړي دا مهال په قلمون کي د حزب الله د ملیشو مشري کوله .
د حزب الله ډلي هم د اسماعیل احمد زهري مړه کیدل تاید کړي دي خو ویلي يي دي چي د ور پيښي ناروغي له امله مړ شوی دی .
د حزب الله شیعه ملیشي د بشارالاسد د ځواکونو په څنګ کي په سوریه کي جنګیږي ، تر دا مهال د بشارالاسد له مخالفینو سره په جګړي کي ددي ډلي سلګونه جنګیالي او ګڼ شمیر لوړ رتبه قومندان وژل شوي دي .