افغانستان

سبا د يکشنبې ورځ په افغانستان کې ملي ماتم دی

نن ټکی اسیا ( شنبه، زمری ۲مه، ۱۳۹۵ل):ولسمشر اشرف غني د کابل په نني بريد کې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره د خواخوږۍ او غم شريکۍ په خاطر سبا (( د جولای ۲۴ )) ملي ماتم اعلان کړ .

نن په کابل ښار کې پر هزاره لاريون کوونکو د پر لپسې چاودونو په پايله کې ۸۰ تنه مړه او ۲۳۱ نور ټپيان شول .

د بريد مسؤليت داعش ډلي ځان ته منسوب کړی.

ولسمشر غني د ياد بريد غندنه کړې ، دا کار يې د هيواد د دښمنانو کار بللی خو مشخصه ډله يې نه ده په ګوتو کړې او هوډ يې کړی چې په هر قيمت وي د یاد بريد له بريدکوونکو به غچ اخلي.

اشرف غني ويلي د افغانستان د لوی څارنوال په مشرۍ يې يو کميسيون ټاکلی چې څېړنه وکړي ، اشخاص معلوم کړي او د بريد کوونکو اړوند معلومات تر لاسه کړي تر څو د خپل عمل په سزا ورسيږي.

د کورنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې د ياد بريد د مرګ ژوبلي په اړه ويلي ۸۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۳۱ تنه ټپيان دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x