
ولسمشر دهزاره مشرانو د نیولو امر صادر کړ
نن ټکی اسیا ( یکشنبه، زمری ۳مه، ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني امر کړی چې راتلونکي لس ورځي به د هیواد په سرتاسري کې هیڅ چاته د لاریون اجازه نه ورکول کیږي او ارګ ته نیژدې رسنیو ویلي چې نوموړي دا امر هم کړی چې د تیري ورځي د لاریون کوونکو هزاره مشران دي ونیول شي.
هغه مشران چې د نیولو امر یې صادر شوی ، احمد بهزاد، عارف رحماني، داود ناجي، او ریحانه ازاد بلل کیږي.
ولسمشر امنیتي چارواکو ته امر کړی چې دهمزنګ څلور لاري څخه دي لاریون کوونکي وشړل شي او هیڅ چاته دي اجازه نه ورکول کیږي چې په راتلونکو لسو ورځو کې د بیا لاریون هڅه وکړي.
د یادوني وړ ده چې تېره ورځ تر غرمي وروسته د دهمزنګ په څلور لاري کې د هغو هزاره لاریون کوونکو په منځ کې چاودني وشوې چې د ټوټاپ پروژه یې د سالنګ پر ځای د بامیانو له لاري د عملي کولو غوښتنه کوله.
دوی چې د خپل تحریک نوم یې جنبش روشنايي (د روښنائي غورځنګ) ایښی، له مخکې لا چارواکو ته خبر ورکړی وو چې په دغه ورځ به لاریون کوي او په اوږده اعتصاب به لاس پوري کوی چې د کابل امنیتي ادارو له وړاندي لا ورته بشپړ امنیتي تدابیر نیولې وه، په کابل کې اکثره تجارتي مراکز او دفاتر له وړاندي لا رخصت شوي وه.د لاریون کوونکو څخه یو شمېر ګډونوالو د پيښي سمدستي وروسته رسنیو ته وویل چې چاودني هغه وخت وشولې کله چې پولیسو دیوالونو ته ډډي ووهلې او بېغمه شول.
د ننني لاریون یو تن ګډونوال «حسین رامز علي زاده» وايي چې تر چاودنې وړاندې ټولو امنیتي ځواکونو سیمه پرېښوده او د آیسکریم ګاډیو ته یې اجازه ورکړه چې د لاریون مینځ ته ورننوزي.
نوموړی په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي: «پېښه هیڅکله انتحاري نه وه، چاودېدونکي مواد مخکې له مخکې د ایسکریم په ګاډۍ کې ځای په ځای شوي وه، د چاودنې اصلي عامل پخپله دولت دی».
د لاریون یوه سرلاري داود ناجي برتانوي خبري اژانس (بي بي سي پښتو) ته ویلي چې د نن پيښه چاودنه وه، سرتیری برید نه وو.
بل خوا د اسلامي دولت ډلي (داعش) د خپل یوه خبري اژانس (اعماق) له لاري اعلان کړی چې چاودني ددوی دوه تنه سرتیرو تر سره کړي.
د کورنیو چارو وزارت په خپل وروستي خبرپاڼه کې ویلي چې د تیري په ورځي په پيښه کې ۸۰ کسان مړه او تر ۲۳۱ زیات کسان ټپيان شوي دي.
احتمال شته چې یاده شمېره تر دې هم پورته شي ځکه چې د ځینو ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
بل خوا د ملي امنیت له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی وتوانیدل د بریدګر هویت مالوم کړي او ویلي چې د بریدګر نوم «ابوعلي» وو، د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی وو.
هموطنان عزيز حمله بالای مردم بی دفاع در دهمزنګ کابل قابل تقبيح بوده ولی انانيکه که اين مظاهره را رهبری ميکرد بايد به محکمه کشانيد شوند چرا که مردم بی دفاع به علت تشويق اين رهبران نا خرد مردم بی دفاع کابل متحمل خسارات جانی شده و بسياری هموطنان را بر ګليم غم کشانيدند. محرکين اين تظاهرات که عبارتند از لطيف پدرام جاسوس ايران، روسيه، پاکستان و فرانسه و رفقای ديګرش مانند احمد بهزاد، عارف رحماني، داود ناجي، و خانم ریحانه ازاد را هر چه ذودتر به کيفر اعمال رسانده و محا کمه شوند. احترام. پاچا