د روښنایۍ یون(جنبش) اوغمیزه

لیکونکۍ: محمدربی آماج

دشنبی روځ بیا دکابل ښارد وینو د سیلاب اوانسانی ژوندونو سره دلوبي شاهد وو. دداخلی اوبهرنیو خبری سرچینو پحواله تردی مهاله پوری تر ۸۰ زیات انسانان د خدای ورکړی نعمت (ژوند) څخه بی برخی شول.دغه سوله ایز لاریون د دی وړ نه وو چی داسی بیه د پری کړی.اودغه تر سره شوۍ جنایت له هر اړخه د غندنی وړ دۍ او دغندنی لپاره یی توری اولفظونه کافی ندی. هرضمیر لرونکۍ انسان باید ددی غمیزی په غندلو کی خپله خدایی اووجدانی دنده ادا اوونډه واخلی.

خولکه چی په نوره نړۍ کی دود دۍ چی دهری پیښي وروسته دهغی ارزونه اوجاج اخیستل کیږی اوله هغی نه اخیستل شوی درسونه په راتلونکو وختون کی کارول کیږی، دلته هم اړینه بریښی چی دروښنایۍ دیون موخی اونننی ناورین رامنځته کیدل دموجوده مالوماتوپه رڼا کی و ارزول شی.

– د روښنایی دیون لومړنۍ موخه دبامیانو ولایت ته دبریښنا رسول وو چی د همدی ټو ټاپ پروژي د مسیر داعلان په لومړیو کی چی کله هزاره ګانو لاریون وکړ اوپّه مسیر یی اعتراض درلود، وروسته د ولسمشر د فرمان له مخی ګډ کمیسیون وټاکل شو اوکمیسیون همدا دسالنګ مسیرتایید کړ، ورپسي ولسمشربیا د بامیانو ولایت د بریښنا ونډه (سهمیه) د ۳۰ میګاواټ بریښنا څخه ۳۰۰ میګا واټ ته لوړه کړه اوعملایی بودجه ورته بیله کړه اوقرار داد یی هم لاسلیک شو چی تر ۱۳۹۸کال پوری به بریښنا هغلته ورسیږی دغه حکومتی رسمی ژمنه ده نور نو باید څه وشی چی دوی ته د قناعت وړ وګرزی.؟! ښایی د ډیروخلکو د ولسمشرهغه خبره په یاد وی چی دروښنایي د یون استازوته یی وویل چی: آیا تاسو پایي غواړۍ اوکه بریښنا؟! مګر دوی پدی هم قناعت ونکړ اودغه یون دوه ډلی شو چی یوه ډله یی په حکومت کی دننه لابی ګری کوی اوبله ډله یی په واټونو کی لاریونونه کوی. دلته د دوی په موخو باندی شک پیداکیږی.اوپه لاندی ډول:

– د پخوانی شوروی اتحاد پّه وړاندی د هیواد د دفاع له جنګ اوجهاد نه را پدیخوا دافغانستان دهزاره ګانو مشرتابه تل د افغانستان د ملی ګټو په خلاف دریدلی دی. چی غوره بیلګه یی د مجاهدینو د واک په وخت کی د ترکمنستان څخه دغازو دنللیکی د پروژی سبوتاژ ووچی دایران په مالی ملاتړ دوی اوتورن اسماعیل وکړ هغه وخت کی دری نړیوال شرکتونه دی پروژی ته په داو طلبۍ ولاړ وو مګر دغه مسیر دوی نا امنه کړۍ وو اوپه پایله کی هغه پروژه ترنن پوری پلي نه شوه. اودا پدی خاطر وه چی په هغه وخت کی د کویټ په سر دعراق اوامریکی جګړه وه او ایران بیریدۍ کچیری د انرژي په ډګر کی ددوی ونډه لږ شی نوبیا امریکه په آسانۍ یرغل ورباندی کولۍ شی. اوکچیری دغه پورته یاده شوی پروژه بشپړه شوی وای نو په پوره یقین سره دانرژۍ په ډګر کی دایران وزن کمیدۍ.دلته دغه هم د یادونی وړه ده د بی بی سی فارسی څانګي د تیرکال داکتوبر په میاشت کی داسی متن چی حاجی محمدمحقق ته دمنسوب دۍ اود نوموړی له قوله وایی: ما منافع ایران نسبت به افغانستان ترجیح میدهیم.

محقق

– د هزاره ګانو رهبری تل دپښتنو سره کینه پالی: دلته به دریوپیښو ته اشاره کافی وی.

۱-علی مزاری ته منسوب کتاب (احیای هویت) کی د شواری نظاراو دحزب وحدت تر منځ دافشارو د جنګ نه وروسته علی مزاری په خپله وینا کی اقرار کړیدۍ چی دوی (هزاره ګانو) ته دری نیم سوه کاله درواغ ویل شویدی چی ګویا پښتانه د هزاره ګانو دوښمن دی.مانا دا چی له خپل عقل اوپوهی کارنه اخلی اویوازی کینه پالی.

۲-په دغه تیرکال کی چی کله په زابل ولایت کی داعشیانو شپږکسه یرغمل شوی هزارګان ووژل نودوی سمدستی دتومت ګوته ټول پښټون ټبر ته ونیوله چی وروسته بیا نوروژغورل شویو هزاره ګانو دغه ادعاً رد کړه او وه یی ویل چی دوی د داعش له لاسونو طالبانو را خوشی کړیدی.

احمدي

۳- دتورخم په سرحدی نښته کی چی د پآکستان په لوری د هغوی میجرعلی هزار د افغان وسله والو ځواکونو په ډزو کی مړ شو نو ډیرۍ هزاره ګانو هغه شهید وباله اود خپل هیواد پّه شهیدانو باندی یی هیڅ هم ونه ویل.له بده مرغه دغی پنځلس کلن غربی ناز دوی بیخی فرصت پالی اوله هیواده بیزار ګرځولی دی.

۳- د همدغی نن روځي د غمیزی سره جوخت یوهزاره (اسدلله بیګ) لیکی :خوشا به حال آنکشوریکه پشتون ندارد.

اوس را ځودیته دغه د نن روځي غمیزه ولی رامنځته شوه. پدی اړه به امنیتی مسولین مسلکی څیړنی وکړی چی د پیښی تخنیکی څیړنی د هغوی کار دۍ. دلته به هڅه وکړو چی د پیښی ډینامیزم (محرکه قوه) ومومو.

– لکه څرنګه چی په داخلی اونړیوالو رسنیو کی دا خبره په ګرځیدو را ګرځیدو ده چی دنوموړی پیښی مسولیت داعش منلۍ دۍ او طالبانو بیا په کلکه رد کړیدي اودغه پیښه یی د قومونوترمنځ د دوښمنۍ د تخم کرلو په مانا یاده کړیده.

دلته دداعش لپاره دلیل شته او هغه دا چی وایی: پښتو متل

که بدی نه کړای بدی چاری««»» بدۍ به چا وهو په لاري!

په سوریه اوعراق کی دشیعه رژیمونو په طرفدارۍ اودداعش پخلاف د زرګونو افغانی هزاره ګانو ګډون (د فاطمیون لواُ) اوکوم جنایتونه اوظلمونه دغه افغانی هزاره ګان یی هلته ترسره کوی اویا یی تر سره کړیدی په همدې اړه د سوریی دحکومت هغه مخالفین چی امریکا اوعربی نړۍ یی ملاتړ کوی د افغانستان حکومت هم لیک رالیږلۍ وه.او د نن روځي لاریون هم خالص اومخلص د هزاره ګانو وه نو ډیر امکان یی شته چی برید دوی کړۍ وی. مګر په دومره لږ وخت کی د برید ګرو لیږد رالیږد او پلان کول بیا دغه امکان نا شونۍ کوی.

– د افغانستان د هزاره ګانو ستراتیژی دغسی ده چی یوتعداد یی په دولت اوحکومتی اډانه کی د ننه دی اوهلته د خپل قوم اوګټو لپاره لابی ګری کوی اوهم ولسمشراونور اراکین د لاریونو د بدوپایلو څخه بیروی او امتیازونه ځنی اخلی اوبله ډله یی بیا د حکومت څخه بهرامتیازونه غواړی چی غوره بیلګه یی همدا دبریښنا د مزوتیرول دبامیانو څخه دی، دوی د بریښنا پنامه اوس د انرژۍ کنترول غواړی او دغه خطرناکه خبره ده. دوی د ملی اوهغوهیوادنیو پروژو په وړاندی دسیسی کوی اوخنډونه جوړوی کوم د ایران ګټه نه وی پکښی او بل یی پښتنو ته ګټه رسی. چی غوره بیلګه یی همدا د ټوټاپ پروژه ده چی اصلی موخه یی د جنوبی ولایتونوته چی ۶ میلیون آبادی لری د بریښنا رسول دی.

– اوپه پای کی د نالوستو او جذباتی انسانانو له ولولو څخه د ځانی موخو( د راتلونکو پارلمانی ټاکنو او له ایران څخه مادی ګټي ) ګټه اخیستل اودهغوی ژوند په خطر کی اچول یا په بله ژبه د خلکو په وینو تجارت کول هغه جرم چی بښل یی نا ممکن دی .نو بنا پر دی باید ددغه لاریون را بلونکی باید دمحاکمی میز ته راکش شی اودخپل عمل جزا ووینی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د