fbpx

د دهمزنګ فاجعې په اړه د افغانانو مسؤلیت

تیره ورځ یوځلی بیا د افغانو د وحدت او یووالي دښمنانو د یوې خونړۍ فاجعې په رامنځته کولو سره زمونږ یو زیات شمیر هیواد وال د خپل ځان په وینو ولمبول.

دا ډول وحشیانه پیښې چې د هرچا لخوا تر هرعنوان لاندې تر سره کیږي شرعا ناروا او د سختي غندنې وړ دي ، الله تعالی دي زمونږ مظلوم ولس د دغو تورزړه وحشیانو د دغه ډول وحشتونو له شره وساتي.

هغه څوک چې د ولسي وګړو په خلاف دا ډول کړنې تر سره کوي هغوي ښکاره جهتونه دي چې غواړي افغانستان هم د عراق او سوریې په څیر د قومي او فرقه يي شخړو په اور کې راګیر او په دې ډول له افغانانو څخه د خپل شکست او ماتې انتقام واخلي.

د دهمزنګ پرونۍ فاجعه یوه ملي فاجعه ده او که افغانان د هغې په وړاندې له ډیر حکمت او تعقل نه کار وانخلي ښايي د هغوي په ملي وحدت یې اغیز ډیر منفي وي.

امریکایانو په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې د همدغه ډول تخریبي کړنو په وسیله په عراق کې د شیعه ،سُني په نوم د عراقیانو ترمنځ داخلي جګړې ته لاره پرانیستله چې تر اوسه یې دا هیواد په اور کې سوځي او په لکونو انسانان ورکي تباه شول.

په افغانستان کې د یوه مخصوص قوم په وسیله د قومي او تنظیمي ډلو لخوا قومي لاریونونه او د هغوی پرخلاف دا ډول وحشیانه بریدونه ټول د دښمن لخوا طرح شوي پلانونه دي چې غواړي د افغانانو ملي وحدت ورباندې له منځه یوسي.

نن به هغه څوک د افغان ولس دوست او خواخوږی وي چې د دغه ډول قومي تحرکاتو او پرهغو باندې د وحشیانه بریدونو په مخ نیوکي د عقل او درایت په رڼا کې خپل رول اداء کړي ، هغه څوک به بلکل د دښمن د سازشي پلانونو حامي او محرک وي چې د دهمزنګ د فاجعې د قربانیانو د انتقام پوچ شعارونه ورکوي.

ټول افغانان پوهیږي چې دا فاجعه د چا لخوا د چا په وسیله او د کومو موخو لپاره تر سره شوه ؟

باید ټول افغانان د یادې فاجعې د مختورو عاملینو د راتلونکو وحشتنو د مخنیوي لپاره له ډیر حکمت ، دقت او سنجیده ګي څخه کار واخلي ځکه یواځې همدا تکتیک د دښمن د راتلونکو سازشونو د ناکامي تر ټولو غوه او مؤثر تکتیک ثابتیدلی شي او بس.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د