شعـــــرونه

غزل: حبيب الله تراب

حبيب الله تراب

ﻣﺎ چې ځان ﻟﻪ ﺗﺎ ﻗﺮﺑﺎﻥ ﮐړ ته را نغلې
ﺗﻪ مې ګل ځان مې خزان کړ ته رانغلې

اميدونه مې ستا مخې ته هوار کړل
نيمه خوا مې هر ارمان کړ ته رانغلې

زما اوښکې چا له سترګو پاکې نه کړې
لوند په اوښکو مې ګريوان کړ ته رانغلې

ﺳﺘﺎ په ﻧﻮﻡ ﺑﺎﻧﺪې ﻟﻪ ژﻭﻧﺪ ﺳﺮﻩ ﻋﺎﺩﺕ ﻭﻡ
چې نصیب مې ﺧﺪﺍﯼ ﻫﺠﺮﺍﻥ ﮐړ ته رانغلې

ﻧﻨﺪﺍﺭې ﺗﻪ مې سپوږمۍ ﺳﺘﻮﺭي ﺭﺍټول ﺷﻮﻝ
چې ﻓﺮیاﺩ مې ﺗﺮ ﺁﺳﻤﺎﻥ ﮐړ ته را نغلې

ﺯﻣﺎ ﺑﺮﺧﻪ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﺧﻮﺍﺭﻩ ﻭﻩ ﺟﺎﻧﺎﻧﻪ
چې ﺍﺯﻝ مې ﺑﺨﺖ حیران ﮐړ ته را نغلې

زه د مرګ په خوب ویده له دنیا لاړم
بې ﻟﻪ ﺗﺎ مې ﺗﺮﮎ ﺟﻬﺎﻥ ﮐړ ته را نغلې

ما حبيب تراب ﻟﻪ ژﻭﻧﺪﻩ ﺭﺧﺼﺖ واخیست
چې ﻟﺤﺪ ﺗﻪ يې ﺭﻭﺍﻥ ﮐړ ته را نغلې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x