شعـــــرونه

د پاکې میني سوداګر

زکريا حقاني

هغه وعدې دې راته ماتې کړې رښتیا غوندې شوې
جانانه څومره بې ښيګڼې نا اشنا غوندې شوې

ما خو په تا باندې د فخر سره ګلونه شیندل
د وخت ملګریه دومره ولې بې وفا غوندې شوې

تا دې رقیب سره په ټولو کړنو ژمنه وکړه
اوس مې له خپله لاسه وژنې بې پروا غوندې شوې

پوهیږم نه چې په تا څه د وخت تاثیر ولویده
د پاکې مینې سوداګره د بل چا غوندې شوې

ما خو پخوا د میني لاس د زړه له تله درکړ
نن دې په خپله په ځان کړي چې وړیا غوندې شوې

افسوس په دې راشي چې ولې نا امیده شمه
خو ژوندۍ هیلې مې د ژوند سره تنها غوندې شوې

زکریا مه کوه ګیله چې وخت بدل راغلی
عقیدې ولویدې په ځمکه په ژړا غوندې شوې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x