شعـــــرونه

تقدیر جوړوم، ضمیر جوړوم

فتحان حنفي

کړۍ کړۍ پیوندومه ترې ځنځیر جوړوم
قلم په لاس کې دیوچا دیاد تصویر جوړوم

بېګا مې خوب کې چې لېدلی دښکلاؤ میر و
نن کرۍ ورځ به د دا ښکلي خوب تعبیر جوړوم

لوږه او تنده په ځان وړم خو چاته نه ټیټېږم
تړم په نس پورې ډبرې پاک مسیر جوړوم

زغم حوصله مې ده ښه هسکه لایې هسکه غواړم
له خپل مورال نه د نړۍ بام او پامیر جوړوم

مستشهد وینې په لمبوکې سترجنت اوحوري
زه په دعاو کې همدا شان خپل تقدیر جوړوم

ځم د خالد بن ولید پر لار تکل مې کړی
هرې غزا ته به زه هغه شان تدبیر جوړوم

چې الهي رضا ته تږی وې خپل سر نظر کړي
دداسي پاک عقیدوي په څېر ضمیر جوړوم

چې په مظلومویې دغم ټغر خورکړی وي تل
زه هم دداسي ظالمانو په کور ویر جوړوم

د پلار نېکه په څېر تېره توره فتحانه اخلم
بې ننګه ننګ ته هڅوم پرې به تاثیر جوړوم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x