ادبي لیکني

د علي خان په شاعرۍ باندې د فارسي ژبې اثرات

 مسعود پښتون

پښتو ژبې او ادب په غزلیزو شاعرانو کښې علی خان دټولو نه زیات لوستونکی او د زیاتو کسانو لخوا دده شاعري خوښیږي. دده شعرونه هر ځای د لیکوالانو او شاعرانو له خولو څخه اوریدل کیږي. که څه هم خوشحال خټک په شاعرۍ کې په ننګ او پښتو مشهور دی او عبدالرحمن بابا په خپله شاعرۍ کې په مینه او سوز سره مشهور دی، ولې علي خان هم له چا کم نه دې او ده هم په پښتو ژبه او ادب کې د ځان لپاره یو خاص ځای ځانګړی کړی دی، چې هغه د غزل ویل دي.

د علي خان بابا د ژوند، قوم او کورنۍ په اړه ډیری لیکوالانو او محقیقینو خپل نظریات څرګند کړي او حتا دا خبره د محقیقینو تر منځ د دعوې تر حده پورې رسیدلې او دوي د یو او بل د نظریاتو د ردولو په خاطر مختلفې لیکنې او څیړنې کړې دي. چې ددغو لیکوالانو او محقیقینو له جملې څخه صدیق الله رښتین، سید تقویم الحق کاکاخیل، ښاغلي عبدالطیف وهمي، ښاغلي محمد اجمل خټک، دوست محمد خان کامل، اکمل اسدی ابادي، محمد سرفراز خان خټک، عبدالحلیم اثر افغاني، فقیر حسن ساحر د اردو ژبې شاعر،فارغ بخاري، رضا صمداني، محمدي صاحبزاده او همیش خلیل صاحب هغه څوک دي، چې د علي خان په اړه یې په خپلو منځونو کې تر دیره د علي خان بابا په قومیت، د اوسیدو ځای او دده د ژوند په اړه مختلفې ناندري وهلې خو خبره تر اوسه پورې هغسې ګونګه پاتې ده.

دعلی خان په غزلو کی د خیال لوړوالی او دژبې سوچه توب داوړه سره یو ځای شوي او د دده شاعرۍ ته یې زیات خوند وربښلی دی. د خیال وزرو یې ډیر اوچت پروازونه کړي صنایع او بدایع په ډیر ښکلي انداز او سوچه والی سره په خپلو شعرونو کې کارولي . په شعر کې یې تر ډیره ترنم لیدل کیږي، او که سړی لږ ډیر ورته ځیر شي نو دده په شاعرۍ کې ډیری داسې موضوعات تر سترګو کیږي، چې بیخي نوي او یا په داسې انداز سره دي، چې تر دې دمه نورو شاعرانو ورته ډیره کمه توجو کړې.

لکه د پښتو د لویو شاعرانو په څیر د علي خان په شاعرۍ کې هم تر ډیره د فارسي ژبې نښې نښانې لیدل کیږي، ډیری  دده په شاعرۍ کې داسې غزل هم تر سترګو کیږي، چې ټولې کافې یې د فارسي ژبې په لغاتونو باندې تړلې شوې دي او د کافیو سره سره تر ډیره یې ردیفونه هم د فارسي ژبې له تورو څخه راخیستي او تړلي دي. مخکې هم یادونه وشوه، چې دا ډول کارونه د پښتو ادب په اوایلو کې تر سره کیدل  ځکه، چې د پښتو ژبې ادب هغه پوړۍ ته نه وو رسیدلی، په کومو پوړیو کې، چې د فارسي او یا اوردو ژبې او یا تر څنګ زموږ ګاونډو ژبو قرار درلود.

دا، چې اوس د علي خان په شاعرۍ باندې د فارسي اثراتو باندې خبرې کوو نو مخکې له دې څخه مناسبه بولم، چې د علي خان په شاعرۍ کې په موضوعاتو خبرې وکړم، چې د هغو موضوعاتو له جملې څخه عقیده، عشق د رسول، اخلاق او اصلاح،افسرده مزاجي، خط، خال، رقیب، امردپرستي او ملا او داسې نورو موضوعاتو ته ځای ورکړل شوی دی. همدا ډول د فارسي ژبې د ډیری شاعرانو په شعرونو کې هم دا ډول موضوعات تر سترګو کیږي.

په هغو موضوعاتو خبرې کوم او د نمونې په ډول یې وړاندې ستاسو مخ ته کږدم، کوم موضوعات، چې د فارسۍ له اثراتو څخه د علي خان په شعرونو کې څرګند شوي او ده ورته په خپلو شعرونو کې ځای ورکړی دی.

د فارسۍ ژبې تکړه شاعر حکیم عمر خیام په خپلو شعرونو کې اخلاقو ته داسې اشاره کړې، چې اکثره په دې دنیا کې د خلکو په کردارونو او کړو وړو کې ډیر فرقونه لیدل کیږي. ډیری خلک د یو او بل حقونه تر پښو لاندې کوي، او یو بل ته تکلیف رسوي، چې دې خبرې ته خیام په دې نظر ګوري.

زاهد به زنی فاحشه ګفتا مستي

کز خیز ګستی به شر پیوستی

ګفتا من آن که می نمائیم هستم

تونیز چنان که می نمائی هستی    ۱

همدارنګه د اخلاقو په اړه شیخ سعدی بیا وایي، چې ای د مال او دولت خاونده! که ته چیرته په یوه فقیر باندې ورحمیږې، نو خدای به په تا ورحمیږي. هر وخت له نورو سره همدردي کوه تر څو ددې همدردي اخلاقي ګټه په لاس درشي. سعدی په دې اړه داسې وایي:

ای صاحب مال، فضل کن بر درویش              ګر فضل خدای می شناسی بر خویش

نیـــــــکویی کن که مردم نیک اندیش            از دولت بختش همه نیک آید پیش   2

علي خان بابا بیا په خپلې شاعريۍ کې د اخلاقو په اړه داسې نظر لري:

کم فهمي ده چې کم فهمو ته وئیل که

فهمیده بویه چې واوري فهمیده ګفت

ور د بل په ګوته وهــــــــل خپل ورنړول دي

ویره له چا مه کړه خو خپل ځان سمبال لره 3

علي خان بابا دلته په خپل شعر کې په واضحه توګه دې خبرې ته اشاره کوي، چې هیڅ وخت بې تعلیمه خلکو ته خبرې او ویل مه کوه، ځکه دا خبرې یوازې هغه چا ته کول پکار دي، چې ستا خبرې په ښه ډول درک کړي او بیرته سبا ورځ ته د خپلو خبرو یوه ښکاره نمونه تر لاسه کړې. یعنې که هوښیارو او پوهو خلکو ته خبرې وکړې نو هغه ستا خبرې بې ځایه نه بولي او په خپل ځان کې یې عملي کوي. او که چیرته دا خبرې بې عقله او بې پوهې کسانو ته وکړې نو هیڅ وخت به ستا خبرې کوم ځای ونه نیسي.

بله مهمه موضوع، چې د علی خان بابا په اشعارو کې ورته ځای ورکړل شوی هغه پاکه دوستي او ملګرتیا ده. دیي په خپلو شعرونو کې له وعده خلافي او دروغجن یار څخه تیښته غوره کړې او حتا دی نه غواړي، چې د دروغجن سړي مخ هم وګوري دی په دې اړه وایي:

یار اشنا، چې کبرجن شي مه یې وینه

چې بې پټه دروغجن شي مه یې وینه5

همدې موضوع ته د فارسي ژبې شاعر حافظ شیرازي هم اشاره کوي او وایي، چې په خپلې وعدې باندې ولاړ اوسه او وفا پرې وکړه ځکه، چې زموږ په طریقې او لاره کې چا ته تکلیف ورکول نشته. او څوک، چې چاته تکلیف ورکوي دیي ورته د کافر خطاب کړی دی. دی په دې اړه وایي:

وفا کنیم و ملامت کشیم و خوش باشیم

که در طریقت ما کافریســــــــت رنجیدن6

له دې سره سره د علي خان بابا په شاعرۍ کې د الله ج او رسول ص  اصلي مینه او عشق ډیر په ښکلي انداز سره وړاندې شوی. دی په خپلو شعرونو کې د الله ج او رسول ص مینې او عشق ته هم ځای ورکړی. دی دا مینه په خپلو شعرونو کې داسې بیانوي:

په هغه څیز مینـــــــــــــه بویه علی خانه

چې پرې کړې ده حضرت پیغمبر مینه

خدایه د حضورص په روی توفیق د نیکۍ راکړې

پوچې اندیښنې مـــــــــــــــې په ځوانۍ کې زړوي7

شاعر  حافظ شیرازي هم د الله ج په مینه او ستاینه کې ډیر شعرونه ویلي دي. دی وایي  ای بې خبرو د یار د مخ په لیدو سره کومه مستي او خوند، چې زما په زړه کې پیدا شوي هغه شراب هم نشي پیدا کولای. او کوم زړه، چې د الله ج په مینه ژوندی وي هیڅ وخت به ونه مري او نه به پنا شي. دی په دې اړه وایي:

ما در پیاله عکس رخ یار دیده ایم

ای بیخبر ذلذت شراب مدام ما

هر ګز نمیرد انکه دلش زنده باشد به عشق

ثبت است بر جریــــــــــــــــده عالم دوام ما 8

د مجازي عشق په اړه هم د علي خان بابا په دیوان کې ګڼ داسې شعرونه تر سترګو کیږي، چې موږ په واضحه توګه ترې پوهیدلی شو، چې علي خان بابا مجازي مینه هم کړې. دی په خپلو ځینو شعرونو کې وایي:

اهو چــــــــــشمه رانه لا تښتي که ژاړم

هیڅ وېسا نه کا هوسۍ په زمکه نرمه

د توبې پرهیز به مات په سپینه خوله کړم

که دوبـــاره په رنځ د مینې شوم رنځور زه9

دې ته ورته د فارسي ژبې شاعر مولانا رومي هم د مجازي مینې ښکار شوی دی د مجازي مینې په اړه داسې نظر لري:

در این خاک در این خاک در این مزرعه پاک

10 به جز مهر به جز عشق دگر تخم نکاریم

شیخ سعدی بیا د عشق په اړه داسې نظر لري او وایي:

برخیز که چشم های مستست

حفته است و هـــــــزار فتنه بیدار

چو کسی در امد از پای و تو دست ګاه داری

ګست آدیتی هست دلـــــــــــــش نګاه داری11

همدارنګه خواجه عطار بیا د عشق په اړه داسې نظر لري دی وایي:

بعد از ان دادی عشــــــق آمد پدید

غرق آتش شد کسی کانجا رسید12

داسې ویل کیږي، چې امیر تیمور د شیراز د فتح کولو نه پس حافظ سره، چې لیدل کتل وکړل، نو د حافظ نه یې پوښتنه وکړه، چې ما دومره ملکونه فتح کړل، چې سمرقند او بخارا ښکلي او اباد کړم، خو تا دا ټول ښارونه یوازې د محبوبې په یو خال قربان کړل:

اګر أن ترک شیرازی بدست أرد دل مارا

بخال هندوش بخشم سمرقند و بخارا را13

حافظ جواب ورکړ، چې دا هم ددې فضول خرڅۍ نتیجه ده، چې زه نن په دې حالت کې ئم، تیمور په دې جواب بې کچې خوشحاله شو او خلعت او انعام ئې ورکړو. همدارنګه علی خان بابا هم سرپه نده کړې او د ترکو نجونو ته یې ویلی دي، چې ژر مې سلام له راځئ کنه په باګرام کې هم تر ترکو ښایست زیات دی. دی په دې اړه وایي:

د ختن ترکې دې زر راځي سلام له

نن د تخت لاقه ترکه بګرامۍ ده 14

بله موضوع، چې ډیره مهم ګڼل کیږي هغه د پیر او مریدۍ موضوع ده.  علی خان بابا په خپلو شعرونو کې د جامي یادونه ده، نوموړی په دې اړه وایي، چې زه د محمدی پیر پیرو یم او د جامي تابع، چې په دې دواړو پسې ما اقتدار کړی. دی په خپلو شعرونو کې په دې اړه داسې وایي:

زه پیرو د محــــــمد یم             هم تابع د صاف جامي یم

په دا دواړو پسې ما ده               ځکه کـــــــــــــــــــړی اقتدار 15

عبدالرحمن جامي، چې یو لوی عالم او صوفي ګڼل کیږي. که د هغه شعر او شاعرۍ ته فکر وکړو او دده په اړه د نورو پوهانو نظریات را واخلو نو ټول پوهان په دې نظر دي، چې عبدالرحمن جامي په وحدت الوجود باندې عقیده درلوده او د نقشبندیه د عقیدې سړی وؤ. دی د خپل کتاب تحفة الاحرار په ۴۸۵ صفحه کې د شیخ بهاوالدین په ستاینه کې داسې شعرونه وړاندې کوي:

خواجۀ بسته زِ سرِ بندگي

در صفِ صفوت كمرِ بندگي

تاجِ بها بر سر دين او نهاد

قفلِ هوا از در دين او گشاد

قطب يقين نقطۀ توحيدِ او

خلعت دين خرقۀ تجريد او

سرِّ فنا را كس از او به  نگفت

دُرِّ بقا را كس از او به  نسُفت16

دا، چې د علي خان بابا په کلام کې هم ځینې نمونې د امرد پرستۍ لیدل کیږي. نو زه مناسبه بولم، چې د لته د امرد پرستۍ په تاریخچه باندې یو څو خبرې وکړم. دامرد پرستۍ (همجنسې) مینې پیل له فنیقیې او کریټ ټاپو څخه شوی دی یعنې د لومړي ځل لپاره ددې کار پیل له لرغوني یونان څخه شوی او وروسته یې اثرات تر ایرانه را ورسیدل.

د فنیقیانو سدومیت په نړۍ کې ډیر رسوا وو، له کوم وخت نه، چې په لرغوني یونانیانو کې له همجنسیت څخه یوه ټولنیزه اداره جوړه کړې وه، نو  په سپارټا کې دې کار یوه ولسي بڼه درلوده،یو پر بل مئینو ځوانانو به د جګړې په میدان کې د مئین له پاره خپل سر قربانوه، چې د تهیباس د ریاست جګړیزه ډله له دغو همجنسو څخه را منځ ته شوې. یونانیانو به ښځو ته په ډیره سپکه سترګه کتل او په کور د ننه به یې ساتلې. دوي په دې نظر وو، چې رنډیانې د زړه خوشحالولو لپاره دي، مینځې د روغتیا پالنې لپاره دي.

او میندې د زامنو او لوڼو د زیږولو لپاره دي. دوي د مینې اصلې جذبه یواځې په نارینوو کې بلله، چې ښه مثال یې د افلاطون خپله مقاله سمپوزیم، چې د مینې کوم لوړ او ارزښتناک انځور وړاندوینه کوي.

که فکر وشي په سمپوزیم کې ټول برخه اخیستونکي په دې نظر دي، چې د نارینوو مینه له یو بل سره د ښځو تر مینې ډیره سپیڅلې او ژوره مینه وي. دې ته ورته د سقراط او السي بایدس د مینې یادونه خو په ډکر کیږي. خلک یې د یو متل په توګه یادوي. د اکیلیس او پرډکلس د مینې یادونه خو هومر په الیاد کې هم کړې.

لکه مخکې مې، چې یادونه وکړه دا کار نه یوازې په یونان کې پای ته ورسید بلکې د یو نان تر څنک زموږ ګاونډي هیواد ایران یې هم تر اثره خالي نه وؤ. په ایران کې هم امرد پرستي نه تنها په خلکو کې خپل ځای پیدا کړ بلکې دې کار د شاعرانو زړونو او ځرګندونو ته هم لارې وکړې، چې ښه مثال یې د فارسۍ ژبې شاعر شیخ سعدی دی.

په دې اړه کوثر چاند پوري داسې وایي:

جو شعرا اخلاقي شعری کی لی ممتاز هی اُن کا حقیقي کردار بهی وه نهی هی، جو انهون نی اشعار مین پیش کیا هی. سعدی معلم اخلاقی سمجهی جاتی هین، لیکن ان کا عمل یه هی که کاشعر سی روانه هوتی وقت ایک خوبصورت لړکی کو ګلی لګاکر پیار کرتی هی. اس کا مُنه چومتی هین اور پهر اس کو بیان بهی کردیتی هین ((این ګفتم و بوسه چند برسر روی یک دیګر دادیم و …….. کردیم.17

باید یادونه وکړم، چې له دې کار څخه د اردو ژبې شاعران هم ندي پاتې شوي او دوي هم په خپلو شعرونو کې د امرد پرستۍ ذکر کړی او له ورایه پکې څرګندیږیي. پورتني نظر ته په کتو سره دلته غواړم د فارسي د ژبې شاعر فرخي د قصیدې یو دوه شعرونه د مثال په ډول وړاندې کړم. دی په دې اړه وایي:

آن سمن عارض من کرد بنا گوش سیاه

دو شب تیــــــــــره برآورد ز دو گوشه ماه

سالش از پانزده و شانـــزده نگذشته هنوز

چون توان دیدن آن عارض چون سیم سیاه18

پورتنیو شعرونو ته په کتو سره، چې فرخي پکې د یو هلک یادونه داسې کوي، چې عمر یې د پنځلسو او شپاړسو تر منځ وي. همدارنګه سعدی هم له دې غمه بې غمه شوی نه دې، دی هم په خپلو شعرونو کې امرد پرستي مینه کړې په دې اړه دی وایي:

خوش می‌رود این پسر که برخاست                سرویست چنین که می‌رود راست

ابروش کمان قتل عاشق                       گیسوش کمند عقل داناست
بالای چنین اگر در اسلام                               گویند که هست زیر و بالاست
ای آتش خرمن عزیزان                          بنشین که هزار فتنه برخاست
بی جرم بکش که بنده مملوک                بی شرع ببر که خانه یغماست  19

همدرانګه د علي خان بابا په شعرونو کې د رسول او الله ج د مینې تر څنګ د همجنسې مینې  څرکونه تر سترګو کیږي. دلته زه د مثال په ډول د علي خان بابا هغه شعرونو، چې پکې امرد پرستۍ (همجنس بازۍ) تر سترګو کیږي را نقلوم:

خط مې په مخ د صنم راغی که میاشت ګیره شوه هاله کې

کـــــــــــه سنبــــــل دی اوس ټوکیــــــــږي په اطرافو د لاله کې

ستا په مخ وراوختو خط چار چاپیره

کعبه لاندې کـــــــــړه مریونو حبشو

خط یې وار د زلفو تیر کړو علی خانه

کله مار د میــــــــــــږتون سره چلیږي20

له دې بیتونو څخه په ډاګه څرګندیږي، چې علي خان بابا د امرد پرستي ذکر په خپلو شعرونو کې کړی.  بغیر له علي خان څخه د هندي سبک نورو شاعرانو همر په خپل وار سره په خپلو شعرونو کې د امرد پرستي ذکر کړی دی، چې د هغو له جملې څخه یو د علي خان بابا هم دوره شاعر او لیکوال حمید بابا دی.

لکه څنګه، چې ورته اشاره هم وشوه د علي خان او د فارسي ژیې د ډیری شاعرانو په شعرونو کې تر ډیره یوالي په نظر راځي بلخصوص د سعدی، حافظ شیرازي او عبدالرحمن جامي، چې علی خان بابا د خپلې عقیدې او مسلک پیر هم بللی دی. د دوي په شعرونو کې تر ډیره داسې ګډ موضوعات تر سترګو کیږي، که سړی ورته په دقیق ډول فکر وکړي نو دا ترې څرګندیږي، چې حتمأ به علي خان بابا د فارسي ژبې د شعرونو مطالعه تر سره کړې وي. ځکه یو کس، چې په فارسي باندې ونه پوهیږي، نشي کولای په داسې ښکلي انداز سره هغه پیغامونه او نظریه چې د علي خان بابا څخه د مخه د فارسي ژبې شاعرانو کارولي د هغې نظرې پیروي وکړي.

دوهمه خبره، چې موږ سره په دې موضوع کې یعنې د علي خان بابا په شاعرۍ باندې د فارسي اثرات کې له موږ سره کومک کوي هغه د علي خان بابا په فارسي ژبه باندې شاعري ده، چې علي خان بابا په ډیر ښکلي انداز سره په فارسي ژبه هم شاعري کړې. په فارسي ژبه کې د هندي سبک د شاعرانو تعداد ډیر زیات دی او تر اوسه پورې د ایران شاعران د هندي سبک په تعقیبولو سره مخ پر وړاندې روان دي. ددې سبک شاعران په لاندې ډول دي.

کلیم کاشانی، نظیری نیشابوری، عرفی شیرازی، عبدالقادر بیدل دهلوی، صائب تبریزی، غنی کشمیری، وحید قزوینی، طالب آملی، صابر کرمانی، تاثیر تبریزی، قاسم مشهدی، مسیح کاشانی، سلیم تهرانی، واعظ قزوینی، رفیع مشهدی، حزین لاهیجی، قدسی مشهدی، دانش مشهدی، ظفرخان حسن، محمدعلی شیرازی، نجیب کاشانی، میرنجات اصفهانی. او داسې نور بلل کیږي.

شاید په دغه وخت کې د پښتو ژبې شاعري او لیکوالي دې حد ته نه وه رسیدلې، چې په ټوله مانا دې یوه لیکوال د پښتو ژبې سوچه شعر یا غزل لیکلي وای. ځکه، چې پوهه محدوده وه او تر څنګ ټول هنري لیکنې او هنري کارونه به په فارسي ژبه باندې تر سره کیدل.

د علی خان بابا په وخت کې هم فارسي یو له هغو ژبو څخه ګڼل کیده، چې اکثره به په دفتر کې ترې کار اخیستل کیده او تر څنګ به لیکونه او اکثره کتابونه هم په یادې ژبې کې چاپیدل، چې دا کار ددې لامل شوی، چې زموږ لیکوالان او شاعران دې هغو اثراتو ته په کتو سره اوس هم ډیر کله په خپلو غزلو او شعرونو کې د فارسي او یا اوردو ژبې کلمات کاروي تر څو په ښه ډول خپلې قافیې او دریفونه وتړي، چې ددې کار یوازینی لامل هنریت او ښکلا بلل کیږي.

بله خبره او دلیل، چې موږ یې په دې برخه کې د ثبوت په ډول وړاندې کولای شو هغه د مغلو په وخت کې د ټولو دفتري کارونو اجرات په فارسي باندې تر سره کیدل او پښتو یوازې او یوازې د ویلو ژبه وه. همدارنګه په دې وخت کې عربي هم ډیرې اثرات پریښي دي ځکه، چې په مدرسو که به ټول درسونه په عربي باندې وؤ او په دې وخت کې په پښتنو کې کوم مکتب او پوهنتون هم نه وؤ.

پورتنیو د غزلو مثالونو او نمونو ته په کتو سره داسې نور ډیری د فارسي ژبې موضوعات دي، چې د علي خان بابا په شاعرۍ کې تر سترګو کیږي. او علي خان بابا هم د فارسي ژبې د ویونکي په څیر په ډیر ښکلي مهارت سره دا موضوعات دپښتو ژبې په غزلونو کې داسې پیلي، چې بغیر له یو ژور فکر څخه سړی نشي کولای په ښه ډول پرې پوه شي، چې دا د فارسي ژبې موضوعات دي او که د پښتو یعنې هغو ویونکو ته یې سخته کړې کوم، چې نوي نوي د پښتو ژبې د شعر او شاعرۍ سره ځان بلدوي.

د علی خان بابا د دیوان څخه زه د اکثره هغو لغاتونو نمونې را نقلوم، کومې، چې د فارسي له ژبې څخه دي او کوشش به مې په دې وي، چې ماناوې یې هم ورسره یو ځای او وتړم.

بخشنده (بښوونکی) دهنده ( ورکونکی) درازه ( اوږده) جوی (ویاله) خجالت ( شرم) دشوار ( ګډ وډ)  رفتار( تګ، چلند) جاګیر ( د هغه ځای) ګردن ( غاړه، مرۍ) کنار( څنګ) دسبردار ( لاس په سر) سنګتراش ( تیګې جوړونکی) واشګاف (ازادي) فراق ( جدایي) چشمان ( سترګې ) صد هزاره ( سل زره ) شکم ( خیټه ) دیګر ( بل ) کمر ( ملا‌ء ) غریو ( حوصله ) پنهان ( پټ ) خار ( غزی ) پرهار ( زخم ) او دې ته ورته نور داسې ډیر لغاتونه تر سترګو کیږي، چې د فارسي ژبې څخه دي او علي خان بابا په خپلې شاعرۍ کې ترې ډیره ګټه پورته کړې.


احذ لیکونه، ماحذونه، حوالې

۱ مرزا مقبول بیګ بدخشاني، ادب نامه ایران، چاپ ځای، نګارشات ایچ وایي پرنټرز لاهور، صفحه(۲۴۰).

۲ همدا کتاب، ادب نامه ایران، صفحه (۴۴۳).

۳ ډاکټر اقبال نسیم خټک، درنګ اوبو قافله، اداره اشاعت سرحد پیښور، کال، ۱۹۹۰، صفحه (۳۴۵).(۵:- صفحه: ۳۵۵)  (۷:- صفحه: ۳۵۲) (۱۵:- صفحه: ۳۵۱)

۴ محمد علي فروغ، کلیات سعدی،انتشار، نشر نامک، چاپ کال،۲۰۰۵، صفحه (۴۱۲).

۶ دیوان خواجه شمس الدین محمد حافظ شیرازي، ناشر، انتشارات پدیده، تاریخ،۱۳۶۴، چاپ ځای، تهران، صفحه (۴۵۶).

۸ دیوان خواجه شمس الدین محمد حافظ شیرازي، ناشر، انتشارات پدیده، تاریخ،۱۳۶۴، چاپ ځای، تهران، صفحه (۱۲۲) (۱۳:- صفحه: ۳۲۲).

۱۰مولانا جلال الدین محمد بلخي رومي، مثنوي معنوي، انتشارات، موزه و مرکز اسناد مجلس شورای ایلامي، چاپ کال، ۱۳۹۱ش، چاپ ځای، تهران، صفحه(۴۵۶).

۱۱ مرزا مقبول بیګ بدخشاني، ادب نامه ایران، چاپ ځای، نګارشات ایچ وایي پرنټرز لاهور، صفحه(۴۴۶-۴۴۷) (۱۲:- صفحه: ۴۱۴) (۱۷:- صفحه: ۸۴)

۱۴حیات روغانی، علي خان، چاپځای، پیښور، چاپ کال، ۲۰۱۵، صفحه (۱۴).

۱۶ اعلا خان افصح زاد، دیوان جامي، انتشار، دفتر نشر میراث مکتوب، چاپځای، تهران، چاپ کال،۱۳۶۵، صفحه(۳۴۲) (۹:- صفحه: ۱۸۰-۱۸۱).

۱۸ حسین مسرت، دیوان فرخي، چاپځای، باپیک تهران، چاپ کال،۱۳۹۱،صفحه(۴۳۳) (۱۹:- صفحه: ۱۲۱).

۲۰ ډاکټر اقبال نسیم خټک، درنګ اوبو قافله، اداره اشاعت سرحد پیښور، کال، ۱۹۹۰، صفحه (۳۸۸).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x