«بي بي سي» په ترکیه کې د حکومت ضد خبریالان لټوي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، زمری ۳مه، ۱۳۹۵ل): د برتانوي خبري سرویس BBC اداره د داسې ترکي خبریالانو د موندنې په لټه کې ده، چې د ولسمشر اردوګان په مشرۍ د ترکیې حکومت مخالف نظر ولري او په رسنیو کې یې پر ضد څرګندونې وکړي.

بي بي سي دا کوښښونه وروسته له هغه پیل کړي چې په ترکیه کې د ولسمشر اردوګان پر ضد پوځي کودتا ناکامه شوه.

ترکي خبریال «کمال اوزترک» په خواله رسنیو کې په خپلې ټویټرپاڼې لیکلي:

«کله چې درته BBC لیک راولیږي او هیله درڅخه وکړي چې د خپل هیواد پر ضد څرګندونې وکړه، نو ته څه به کوې؟!»

نوموړي ترکي خبریال د هغه بریښنالیک انځور هم خپور کړی چې د BBC د خپرونو پروډیوسر «جیمز برانټ» له طرفه ورلیږل شوی. په لیک کې راغلي چې بي بي سي د یو داسې چا د موندلو په لټه کې ده چې په ترکیه کې د روان وضعیت او حکومت پر ضد خبرې وکړي.

په لیک کې له نوموړي خبریال څخه غوښتنه شوې چې که داسې څوک پیژني، بي بي سي ته دې خبر ورکړي.

دا یوازې نوموړی خبریال نه دی چې د حکومت ضد څرګندونو غوښتنه ترې کیږي، نورو ترکي خبریالانو هم ویلي چې د بي بي سي لخوا بریښنالیک وراستول شوی او ورته غوښتنه ترې شوې.

بي بي سي د برتانیې حکومت لخوا تمویلدونکی خبري سرویس دی، په ۱۹۲۲م کال په لندن کې تاسیس شوی او د پښتو او دري په ګډون د نړۍ په لسګونو ژبو خپرونې کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د