اردګانه! مونږ دې فتحې څارو نه انتقام !

محمد زمان (مزمل)

په یوه ملت یا کله ، کله په یوه تاریخي پړاؤ کې د سړیو کمبود یوه لویه ستونزه وي او دا ستونزه په هر هیوا کې کله ، کله پیښیږي .
په د ې رابطه هر چا په خپل وخت کې پخپله طریقه شکوه او تعبیر کړی ولی د خداي پیغمبر پّ مکه کې د دعوت او پیغمبرۍ په پیل کې همیشه دا دعا کوله چې :

خدایه ! یو د عمرینو ( حضرت عمر رضي الله عنه او یا ابوجهل ) ته هدایت وکړې ، الله عزوجل د هغه دعاء د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په هدایت قبوله کړه .

خپله حضرت عمر رضي الله عنه پخپل خلافت کې دا ویلې وه چې : زه نه د سرو زرو او نه هم د سپینو زرو ډکې کوټې غواړم زه پکې د ابو عبیده په شان د سړیو یوه ډکه کوټه غواړم .

د روس لوي امپراتور پیټر هم د خپلو لویو پلانونو په اړه سړیو ته د ضرورت له مخې همیشه دا خبره کوله چې سړي څه شول ؟؟.

زمونږ په دې ترینګلې تاریخ کې چې د بلا کمبودونو بحراني بوړ بوړکې پکې چلیږي یوه لویه ستونزه پکې د سړیو د کمبود ستونزه ده .

په لیرې ترکیه کې د اردګان کارنامې ، دریځونه او دیوې نوي ترکیې غښتلی جریان هغه څه دې چې د هر مسلمان او هر اخلاقي انسان سترګې پرې رڼآ دي او اردګان واقعا چې د یوه ژوندي پړاؤ پیل کونکې سټه ده .

ترکیه ..او د اردګان ترکیه پکې دا فوق العادګي لري چې د یوې خوا یې په اویا کلنه سیکولر ترکیه کې ترکان د هغې ماضي پر خوا و خوزول چې مصطفی کمال اتاترک پکې د ګرځيدو نوې لارې جام کړي وې او ټولو پټو ته یې د سیکولر ارزښتونو تور کلفونه اچولې و .

د بلې خوا  اربکان او اردګان پکې د ماضي سره له سره پیوندونکي ترکان هم په نس ماړه کړل او د هم نوم خاوندان .

که هوچي منه ژوندی وای او ننۍ ترکیه یې لیدلې وه نو تر هر چا به یې د اردګان په خاطر په نامرادۍ او امبرالیزم سره د جلا لرې په خاطر کې لاسونه پړه کولي و .

د اروپآ په څنګ کې د یوې لوڅې ترکیې سیاسي ستر ،،، او د یوه داسې مهذب تحول پیلامه چې هم پکې پرمختګ وي او هم پکې له خپل تاریخ او کلچر سره پیوند دا نو هغه څه دي چې اردګان پکې اروپا او امریکا ته د بیرته پاتې مسلمانانو سر اوچت کړ .

دا هم پکې د یادونې وړ ده چې اردګان هومره چې د یوه قوي او د اروپا په ګاونډ کې د یوې سیالې ترکیې لپاره مصروف دی دوه برابره د ترکیې له جغرافیې بهر د هر مسلمان او د هر شرقي ملت د پرمختګ ، هوسائۍ او د عزات لپاره د زړه وینې خوري .

د غزې په محاصره پرګنو د هغه اوښکې او د اسرائیلو استازي سره د هغه وجدان لړ زونکې ناندرۍ او بیا دبرما پر بې وسو شهیدانو او د هغو پر یتمیانو باندې د هغه او د هغه د عزیزې میرمنې اوښکې دا هغه څه دي چې اردګان ته یې د ترکیې بهر د سلهاؤ نورو انسانانو د دعا لاسونه پورته کړي دي .

پرون چې هغه دیوې کامیابې کودتا د کمربندونو نه په غیبي انداز هم و ژغورل سو او هم یې خپله کودتا چیان د ترکیې عزیز ملت په پاریدلي او قهریدلي توپان کې له زمکې پورته کړل د دې ډير څه او هر څه د تدبیر او درایت پورې نه تړل کیږي   لکه څڼګه چې د نړۍ او د ترکیې د مظلومانو د دعاء رنګ پکې څرګند دی .

دا چې د نیمې نړۍ زیات خلک او پکې سیاسي مهم رجال بلکې هغه چې پرون یې په بټه د کودتا چیانو بری تعقیبوه ولی نن ټول د اردګان په خوا ولاړ دي. دا د اردګان د پرونیو لوڅو او انساني دریځونو برکت دی .

پرون همدغسې په یو بدرنګ پلان کې مرسي د مصري پرګنو منتخب رئیس غرب او سیکولزي نړۍ د ریاست له چوکۍ نه د زندان کوټه قلفۍ ته وسپاره ولی دا ځلپ په هماغه یو بد رنګ بل تدبیر کې اردګان لوی مولا و ژغوره .

او نن چې د نړۍ مسلمانان او مونږ خپله د اردګان فتحې څارو ، دا هم پکې له یاده نه باسو چې روان اخ و ډب به په  بر طرفیو او د مخالفینو په زندان او  اعدام پایته و نه رسي بلکې دا د هغه مهذب او یا غیر مهذب جنګ پیل دی چې د مصر مرسي یې په منځ کې روان دي او اردکان پکې له شا ور روان دی .

مونږ په داسې حال کې چې د ترکیې د عزیز ملت لپاره د استقرار ، امن او پرمختګ دعا کوو د ترکیې عزیزو مشرانو او خپله له اردګانه هیله کوو چې هغوی پکې د یوه بل او نوي اردګان امتحان ورکړي او هغه دا چې د نړۍ مسلمان د اردګان فتحې څاري نه انتقام .

انتقام د هغه تیاره زړو کودتاچیانو کار و چې تور مقدر یې پخپله ولید ولی اردګان د بل او نوي استقرار په هیله باید غرب او ټولې نړۍ ته داسې امتحان ورکړي چې ترکیه یو ټولونکي رهبر ته پاتي شې نه تقسیم کونکې رهبر ته .

اردګان په خپل تیر تاریخ کې ښه و ځلید ولې کیسه په دې پاي ته نه رسیږې چې سیکولران یې پخپل ملت کې ځواب او تجرید کړل بلکې د اردګان په شان مشرانو ته پکار دي چې ګناه ګارو سیکولرانو ته د یو با ایمان ترکي مشر لوي زړه او د غچونو نه فارغ زړه په ښودلو هغوي په یوه ریښتیني ناکامی وسپاري .

د پرګنو او مخالفینو ماتول دا په زندان برطرفیو او اعدامونو لاسته نه راځي دا په هغو مصالحو او په خطر ډکو عفوو کې ده چې اردګان یې باید د غچونو په تشو جامونو کې وښيئ.

په ترکیه کې د کودتا احتمال یوه نوې او غیر وارد اقدام نه و مونږ چې ترکیه او تحولات یې له لیرې نه څارو بیا هم د یوي کودتا احتمال دوه کاله مخکې او  هغه مهال په اندیښنو کې اچولي و چې اردګان په عراق او سوریه کې د امریکا نه جلا دریځ ونیوه .

د اردګان پر ضد شوي کودتا کې اوس هم د ترکیې سیکولرانو  له زغم نه کار  اخستی دی دا کودتا باید هغوی دوه کاله مخکې کړي وه بیا هم اردګان چې د یوې مرحلې مشر دی هغه ته نه ښایې پاتې پړاؤ  په غوصه او انتقام کې اداره او کنټرول کړي بلکې په دې اړه داسې یو تدبیر په کار دی لکه امام خمیني چې په ایران کې د ایراني ملت د راضي کولو او راضي ساتلو پّ خاطر واخیست .

اردګان باید د امام د پاسدارانو سوچ او طرحه د یوه قانوي لارې پیل کړي تر څو د ترکیې حامي ځواک همیشه د نورو د  قوماندې په انحصار کې نه وي .

په سیمه کې د ملي تصور خاوندان او ډلې ټول یوهیږی چې غرب زمونږ ټوله سیمه یوې داسې بې ثباتی کې کیوستله چې دا ملتونه پکې د شرقي او پخپل منځ کې د ښو روابطو او اتحاد هیڅ چانس ونلري او د سیمې سیکولران امریکا د دغسې بې ثباتی لپاره په بد پړاؤ کې يه کرایه واخیستل .
په د ې اړه هغه چې واقعا د دې پړاؤ حساسیت درک کوي هغه کم دي او ډيری یې د تدبیر او چارې نه عاجز دي او هغه چې لږ پکې ګوډ او مات په ایماندارۍ روان دی هغه اردګان دی .

ولې د ترکیې رښتینی اتاتورک باید تر څه زیات د ترکیې او سیمې د استقرار په اړه سوچ وکړي .
د روسیې سره د اردګان د شکیدلو روابطو پیوند او له سوریې سره تفاهم د اردګان هوښیاري ښيئ ولی اردګان دا هم باید در کړي چې په همدغسی سوچ کې د هغه ملګري ډير کم دي .

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

مزمل صیب ستاسو لیکنه د یو متفکر مسلمان لیکوال په توګه د تقدیر وړ ده، خو د یو افغان وګړي په توګه د هغه متل مصداق ده چې وایي زه پرې مین او هغه رایاندې خبره ده (یعنې خیال یې نه راباندې راځي). مظلوم صدام حسین د افغانانو په ارتباط تر اردوغان ډیر ښه وو ، سره له دې چې د بعث غړی وو ، خو زمونږ په اړه بی تفاوته نه وو تر څو چې دده واک چلیده د حکمتیار صیب د نقدو کلنګ یې د صلاح صیب په لاس چې هلته یی کور او اور ورکړي وو ،… نور لوستل »

خپلواک اولس
میلمه
خپلواک اولس

غوربندی صاحب ! وایی دوست او دشمن ستا د دشمن سره له اړیکو ښه په داګه کیږی . زمونږ ځينی مسلمان مشران لکه مرسی او اردګان په خپل اجتهاد کی چه اسلام د دموکراسی کی سره ګډ کړی تیروتلی ، دوی فکر کوی چه که د دموکراسی یوه برخه ومنو ( یعنی هماغه خبره چه خیر دی ستاسی یوه برخه کفر به د اسلام سره یوځای کړو ) نو مونږ به د کفری استعمار له ضرباتو او یرغلو بچ باتی شو ، مګر برخلاف د ګټی په ځای یی تاوان ورته وکړو او کوی ، تاسی د مرسی حالاتو ته… نور لوستل »