زابل: د والي موټريز کاروان له وسلوال کمين سره مخ شوی

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، زمری ۳مه، ۱۳۹۵ل): نن سهار شاوخوا لس بجې د زابل والي بسم الله افغان مل د وسلوالو له کمين سره مخ شوی.

پېښه د زابل مرکز کلات ته څېرمه د شاحسين خيلو په سيمه کې را منځته شوې.

د برید کوونکو او د افغان مل ساتونکو تر منځ نښته شوې، د مرګ ژوبلي اړوند کره معلومات نشته خو ويل کيږي چې افغان مل له کمينه روغ وتلی.

د زابل والي غوښتل ځان شاجوۍ ولسوالۍ ته ورسوي تر څو هلته د قومي مشرانو سره ليده کاته وکړي او همدا راز د يو لوی جومات د پرانيستني مراسم تر سره کړي.
طالبانو تر اوسه رسنيو ته د ياد بريد په اړه څه نه دي ويلي.

د يادوني ده چې څو ورځې وړاندي د طالبانو په بريد کې د زابل ولايت د ۵۰ تنه اربکيانو مشر عبدالحنان برېت هم وژل شوی.

د زابل چارواکو د مرکز کلات له برمو څخه لس تنه سپين ږيري په دې جرم اسيران کړي چې د عبدالحنان برېت په جنازه کې يې له ګډون نه ډډه کړې وه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د